نړیوال جام: سویلي افریقا له پاکستان ماتې وخوړه

عزم(دوشنبه، ۰۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ د نړیوال جام په ۳۰مه لوبه کې پاکستان سویلي افریقا ته د ۴۹منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د بېګانۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې یې د د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۸منډې جوړې کړې او سویلي افریقا ته یې د ۳۰۹ منډو هدف کېښود.

امام الحق او فخرزمان ۴۴ـ۴۴، بابر اعظم ۶۹، حارث سهیل ۸۹، عماد وسیم ۲۳ او محمد حفیظ ۲۰ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا په توپ اچوونکو کې نګیدي ۳، عمران طاهر ۲، مکارم ۱او پالکیو هم د یوه لوبغاړ په سوځېدو بریالی شو.

د سویلي افریقا په توپ وهوونکو کې لوبډلمشر فاف ډوپلسیس ۶۳، ډیکاک ۴۷، پالکیو ۴۶، ډېرډېسن ۳۶ او ډېوېډ مېلر ۳۱ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې وهاب ریاض ۳، شاداب خان ۳، محمد عامر ۲ او شاهین اپریدي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی حارث سهیل شو، چې ۸۹ چټکې منډې یې جوړې کړې وې.

په روان نړیوال جام کې سویلي افریقا، افغانستان، ویسټ انډیز او پاکستان دویم پړاو څخه پاتې شوي دي، خو بنګله‌دېش او سرېلانکا دویم پړاو ته موکه لري.

د ۲۰۱۹ز کال په نړیوال جام کې پاکستان ۶ لوبې کړي، چې دوه یې ګټلي، درې یې بایللي او یوه لوبه یې مساوي شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button