د اسلامي امارت امراء …… د کردار اتلان

فاتح افغان:
مثالي مشران هغه دي چې د ګفتار پر ځای په خپل کردار باندې خلکو ته ښوونه کوي، خپل ځان د مسلمانانو او خاصتا د خپلو پلويانو لپاره قدوه او نمونه وګرځوي، له همدې امله د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې کله امير المؤمنين وټاکل شو نو دا تاريخ سازه کلمات يې د خپل رعيت په وړاندې وويل: (ولست معلمکم الا بالعمل فسأدع عملي هو الذي يعلمکم أکثر من قولي) زه به يوازې د خپل عمل په وسيله تاسې ته ښوونه کوم، زه به خپل عمل ستاسې مخې ته کيږدم چې زما له قول څخه زيات تاسې ته زما عمل تعليم درکړي.
د اسلامي امارت مؤسسين او اميران هم د کردار اتلان دي، نه د ګفتار، دوی خاموش وي، خو کړنې يې امر او نهيه کوي، دعوت چلوي، او پاخه اتباع روزي، دوی د نورو په څېر په مبالغه آميزه شعارونو، رنګينو ويناوو، زړه راښکونکو خبرو او اوږدو اوږدو ليکنو روږدي نه دي.
د الجزيرې د وتلي خبريال احمد زيدان په يوه ليکنه کې مې لوستي و چې يو ځل چا امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ته مشوره ورکړې وه چې بايد د خپل تاريخ ليکلو ته پام وکړو.
امير المؤمنين رحمه الله په ساده او پخو ټکو ځواب ورکړی و (چې موږ تاريخ جوړونکي يو، نه تاريخ ليکونکي).
الله جل جلاله دې ددې سپيڅلي مشر قبر د جنت باغچه وګرځوي په رښتيا چې تاريخ يې جوړ کړ، تنها واوسيد، تنها وکوچيد او د نړۍ پرمختللي استخبارات يې د خلکو د خندا کړل، او په رښتونې معنا متوکل، صادق، او دکردار اتل وخوت.
امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په توکل، تبتل، ثبات، اختياري فقر، ګمنامي، او اسلامي اخوت پاللو کې په خپلو افعالو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته داسې درسونه تر شا پريښودل چې د نړۍ ستر مبلغين، داعيان او واعظان ورڅخه عاجزه دي.
ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله نشته خو افعال يې اوس هم د ټولې نړۍ مسلمانان د ظلم، اشغال، او فساد په وړاندې مبارزې ته رابولي.
دا ښکاره خبره ده چې د اعمالو په ذريعه درس ډير تاثير ګذاره وي په ځانګړې توګه د جهاد او قتال په ډګر کې ځکه د جګړې په ډګر کې د مشر شتون خپلو افرادو ته معنويات ورکوي او مورال يې لوړوي، ځکه هغوی دې يقين ته رسيږي چې مشران يې د جهاد اهدافو ته ژمن او وفادار دي، له همدې امله کله چې يو جنګيالی ګوري چې مشر يې هم دده ترڅنګ د قتال سختی زغمي او په جهادي امورو کې برخه اخلي هغه به حتمن د خپل مشر اتباع کوي او د قربانی ډګرونو ته به له هغه څخه د سبقت هڅه کوي.
د بيلګې په توګه کله چې د امير المؤمنين حفظه الله زوی استشهادي بريد کوي او پلار يې په وړاندې خنډ نه جوړيږي بلکه ښه په ورين تندي اجازه ورکوي نور مجاهدين به څنګه د جهاد او استشهاد له ډګره ځانونه شاته کړي؟ او يا به له قربانی او سرښندنې څخه ځانونه وسپموي.؟
همدغه راز کله چې مجاهدين د امير المؤمنين اختر محمد منصور تقبله الله سوځيدلی وجود ګوري چې د ډرون په ناځوانمردانه ګذار کبابيږي نور مشران او مجاهدين به څنګه د ډرون له ويرې جهاد ته شا کړي؟
اما برعکس هغه خلک چې ستوني په بغارو شکوي خو عملا خپلو ويناو ته ژمن نه وي او اعمال يې داقوالو تکذيب کوي، هغوی د خلکو لپاره قدوه او نمونه نشي جوړيدلی، او خلک هم د هغوی په قيادت باور له لاسه ورکوي.
جهاد د دنياوي امتيازاتو جاه ، مال او شهرت ترلاسه کولو لپاره نه ترسره کيږي ، د جهاد ميدان ته چې عادي مجاهد په کومه جذبه او انګيزه راوتلی وي ، قائد او مشر هم په هماغه جذبه راوتلی وي ، د کوم هدف په خاطر چې افراد قرباني ورکوي دهماغه هدف لپاره مشران هم قرباني ورکوي ، د کوم اجر او ثواب تمه چې مجاهدين لري مشران هم د هماغه اجر وثواب طلبګار وي .
ستر قائد حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم په خپله په ګڼ شمير غزواتو کې ګډون کړی او قسم يې کړی چې که جهاد ته له تلو څخه په بې وسه مسلمانانو زما فراق دروند نه تماميدلی نو زه به له يوې جهادي غزا څخه هم شاته نه وای پاتې شوی .
ستر قائد صلی الله عليه وسلم له خپلو اصحابو سره په جهادي فعاليتونو کې پوره پوره برخه اخيستې او د جهاد دلارې ستړياوې او مشقتونه يې ګاللي دي .
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَسْعُودٍ قَالَ كُنَّا يَوْمَ بَدْرٍ كُلُّ ثَلاثَةٍ عَلَى بَعِيرٍ فَكَانَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ وَأَبُو لُبَابَةَ زَمِيلَيِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَكَانَ إِذَا كَانَتْ عُقْبَةُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالا يَا رَسُولَ اللهِ ارْكَبْ نَحْنُ نَمْشِي عَنْكَ فَقَالَ مَا أَنْتُمَا بِأَقْوَى مِنِّي ، وَلاَ أَنَا بِأَغْنَى ، عَنِ الأَجْرِ مِنْكُمَا.رواه النسائي وابن حبان) .
له حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې موږ دبدر دغزا په ورځ درې درې نفر په يوه اوښ باندې نوبت په نوبت سپريدلو ، علي بن ابي طالب او ابولبابة رضي الله عنهما درسول الله صلی الله عليه وسلم انډيوالان وو، چې کله به درسول الله صلی الله عليه وسلم دپياده تلو نوبت راغی هغوی دواړو به ورته ويل : يا رسول الله ، ته سپور شه ، دتاسې پرځای به موږ پياده مزل کوو،
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته ويل : نه تاسې له ماڅخه زيات غښتلي ياستی او نه زه له اجر څخه مستغني يم .
کله چې سيد الرسل صلی الله عليه وسلم په خپله په جهادي غزواتو کې شرکت کوي ، د مؤمنانو صفونه او هغوی ته د جنګ ځايونه برابروي ، له هغوی سره په جهادي فعاليتونو کې برخه اخلي ، ستونزې او ستړياوې ګالي ، لوږه ، تنده او زخمونه برداشتوي .
له يوه مجاهد مشر سره نه ښايېږي چې خپلو مجاهدو ملګرو څخه دسختيو او مشکلاتو په ګاللو کې شاته پاتې شي ځان ته مرفه او ارام ژوند غوره کړي او دقربانۍ او فداکارۍ له ډګر څخه ځان وباسي .
{مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُم مِّنَ الأَعْرَابِ أَن يَتَخَلَّفُواْ عَن رَّسُولِ اللّهِ وَلاَ يَرْغَبُواْ بِأَنفُسِهِمْ عَن نَّفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لاَ يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلاَ نَصَبٌ وَلاَ مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَطَؤُونَ مَوْطِئاً يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلاَ يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَّيْلاً إِلاَّ كُتِبَ لَهُم بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللّهَ لاَ يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ }التوبة120

ژباړه : دمدينې خلکو او شاوخوا بانډه چيانو ته نه ښايې چې په خپلو کورونو کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه شاته پاتې شي ، او يا دځان لپاره راحت غوره کړي حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دې په ستړياو او مشقتونو کې وي ، دا ځکه چې که دوی ته په جهاد کې تنده ستړيا او لوږه رسيږي او نه په داسې ځای قدم ږدي چې کفار په غوسه کوي او نه له دښمنانو څخه کوم مصيبت ورته رسيږي ، مګر په دې ټولو دوی ته دنيک عمل اجر ليکل کيږي ، بې له شکه الله جل جلاله دنيکانو اجر نه ضائع کوي .
لله الحمد داسلامي امارت مجاهدين او مشران هم ټول دشهادت تمنا لري ، دشهادت په مرګ پسې دجهاد او استشهاد په ډګرونو کې ګرځي او يوله بل څخه شهادت ته وړاندې کيږي.
د صليبي يرغلګرو دپرمختللې ټکنالوژۍ په وړاندې داسلامي امارت دمجاهدينو دثبات، استقامت، صبر او اوږدمهالي مقاومت راز هم همدا دی چې داسلامي امارت مشران دقربانی او سرښندونو له هيڅ ميدان څخه نه دي په شا شوي .
داسلامي امارت د لوړې کچې ډير مشران، واليان او قومندانان د جهاد په ګرمو سنګرونو او دجهادي فعاليتونو دترسره کولو په ترڅ کې په شهادت رسيدلي او د سرونو نذرانې يې وړاندې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button