ناټو: له طالبانو سره د سولې تر توافقنامې وروسته مو د پوځیانو برخلیک مالومیږي

 

عزم (سه شنبه، ۴،چنګاښ،۱۳۹۸)

د شمالي اتلانتیک تړون «ناټو» عمومي منشي «ینس سټولتنبرګ» چې نن یې په بروکسل کې د دغه اتحاد د دفاع د وزیرانو تر ناستې وړاندې یوې خبري غونډې ته وینا کوله ، د افغانستان په تړاو وویل ، چې دوی په دغه هیواد کې روان وضعیت په دقت سره څاري او د سولې له روان یهیر نه کلک ملاتړ کوي.
ستولټنبرګ زیاته کړه ، په افغانستان کې د ناټو اتحاد د پوځیانو شتون د طالبانو او امریکایي مرکچیانو ترمنځ د کیدونکې موافقت نامې پورې تړلی دی چې له مخې به یې په دې تړاو پریکړه کیږي .
نوموړي دغه راز وویل ، د دغې موافقتنامې له جزئیاتو خبر نه دی خو په دې برخه کې  د خلیلزاد له هڅو ملاتړ کوي او د امریکایي استازو او طالبانو ترمنځ هرې کیدونکې پریکړې ته ژمن دي.

د ناټو سرمنشي داسې مهال داڅرګندونې کوي چې تازه د رویټرز اژانس خبر ورکړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د راتلونکي اووم پړاو خبرې به تر ډیره پر دې ورټولې وي چې امریکا باید له افغانستان نه د خپلو پوځیانو د وتلو وروستی مهالویش نهایي او اعلان کړي.
دغه راز به په دغه پړاو کې به دا مسئله هم خپل نهایي پړاو ته ورسیږي ، چې د افغانستان خاوره به بیا د نړۍ د کوم هیواد په ځانګړي ډول ، امریکا پرضد نه کارول کیږي.

د ناټو عمومي منشي ټینګار وکړ، تعهد یې کړی چې د افغان پوځیانو تمویل او تجهیز ته به تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام ورکړي او پر طالبانو یې ژغ وکړ چې د جګړو له لارې به بریالیتوب ترلاسه نه کړي.
سټولټنبرګ پر رسنیزو دولتي تبلیغاتو د طالبانو بندیز لګول غندلي او زیاته کړې یې ده چې په دیموکراتیکو دولتونو کې اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسی د ولسونو حق دی او باید دا حق ترې وانه خیستل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button