ټولي ویرګري ښځي درواغ وايې خو د سعد مور چي څه وايي ريښتیا وايي!

(اوله برخه)
د سعد بن معاذ (رض) په ایمان مشرفه کیدل
راټولونه:صهیب خالد

حضرت سعد بن معاذ د انصارو د اوس قبیلي د بنو عبدالاشهل مشر له هجرت نه مخکي په اسلام مشرف سوی ؤ هغه پخپله قبیله کښي د دومره اثر او رسوخ خاوند و چي د هغه په اعلان سره په یکي یوه ورخ کي د ټولي قبیلي افراد مسلمانان سول له نبوي هجرت نه وروسته د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) او مهاجرو صحابه کرامو (رض) په خدمت مصروف ؤ. د دویم هجري کال د رمضان په میاشت کي د بدر د غزا مهمه پیښه منځ ته راغله سعد بن معاذ (رض) همغه شخصیت ؤ چي د رسول اکرم (ص) په اشاره باندي په پوهیدو سره پاڅیده او د انصارو په نماینده يي داسي عرض و کړ:(یا رسول الله! موږ په تا باندي ایمان راوړیدی او ستا د رسالت تصدیق او ستا د اطاعت تعهد مو کړیدی څه چي غواړي هغسي و کړه په هغه لوی خدای قسم چي ته يي رسول رالیږلی يي که ته موږ ته په سمندر کښي د غورځیدلو امر و کړي موږ به ځانونه په سمندر کښي واچوو زموږ یو تن به هم بیرته پاتي نشي، ان شاء الله چي ته به موږ د جنګ په میدان کښي ثابت قدم و مومي الله (جل جلا له) به زموږ په کارنامو ستا سترګي یخي کړي)، رسول اکرم (صلی الله علیه و سلم) د هغه د دي وینا په اوریدلو ډیر زیات خوشحاله سو او هغه ته يي د خیر دعا و کړه.
نو اوس به په ترتیب سره د سعد بن معاذ (رضی الله عنه) د اسلام راوړلو،دعوت،جهاد،غیرت او بالاخره د شهادت واقیعات بیان کړو.
د حضرت سعد بن معاذ (رض) اسلام راوړل:

کله چي د عقبه لومړنی بیعت سرته ورسید او د حج موسم هم تیر شو،نو رسول اکرم (صلی الله علیه و سلم) له هغو خلکو سره(چي له مدیني منورې څخه بیعت ته راغلي وه) مدینې ته خپل لومړنی سفیر واستاوه،تر څو مسلمانانو ته د اسلام احکام او هدایات ور زده کړي او د مشرکینو په مینځ کې د اسلام تبلیغ و کړي.
رسول اکرم(ص) د دې دندې لپاره د سابقین اولین له جملې څخه یو ځوان انتخاب کړ چې نوم يې مصعب بن عمیر عبدري (رضی الله عنه)ؤ.
کله چې مصعب بن عمیر یثرب(مدیني منورې) ته ورسیدی نو د اسعد بن زراره (رض) په کور کې يې واړول،دوی دواړو په ډیره مینه او جوش و خروش سره د اسلام تبلیغ کاوه،مصعب بن عمیر(رض) د مقرئ په نامه مشهور شو.(مقرئ یعني ویونکی هغه وخت به يې استاذ او معلم ته مقرئ ویل).
یو ځل اسعد بن زراره (رض) مصعب بن عمیر (رض) د بنی عبدالاشهل او بني ظفر ځای ته ور ووستی،هلته د بني ظفر د یوه باغ په دننه کې له مرق نومي څاه سره کښینستل،څه شمیر مسلمانان ورته راټول سول،هغه وخت د بني عبدالاشهل دواړه سرداران سعد بن معاذ او اسید بن حضیر مشرکان وو او لا تر اوسه په اسلام نه وو مشرف سوي.
دوی دواړه چي کله له دي څخه خبر شول،نو سعد د بني عبدالاشهل بل سردار اسید ته وویل: ولاړ شه او دغه دواړه(مصعب او اسعد رضی الله عنهما) ښه تهدید کړه او زموږ ځای ته له راتلو څخه یې منع کړه ځکه دوی دواړه راغلي تر څو زموږ کمزوري کسان بې لارې او خراب کړي،او که چیرې اسعد بن زراره(رض) زما د خاله (ترور) زوی نه وای نو دا کار ما پخپله کاوه.
په دي سره اسید خپله نیزه و اخیسته او د دوی په لور ور روان سو،او کله چې د اسعد  (رض) سترګې ورباندې و لګیدلې نو مصعب (رض) ته يې وویل:
دا دی د خپل قوم سردار را روان دی، د ده په هکله له الله تعالی سره ریښتینولي غوره کړه.مصعب (رض) ورته وویل:
که کښینستی نو خبرې به ورسره و کړم.اسید راغی،دوی ته و دریدی او سختې سختې خبرې يې ورته و کړې ورته ويې ویل:تاسې د څه په خاطر دلته راغلي ياست؟راغلي ياست تر څو زموږ کمزوري کسان احمقان جوړ کړئ؟
که خپل ژوند درته ګران وي،نو له موږ نه لیري شئ! مصعب (رض) ورته وویل:بده به نه وي که لږ څه کښيني او زما خبري واوري،که دې کومه خبره خوښه سوه،نو قبوله به يې کړې او که دې خوښه نه سوه،نو مه يې منه.
حضرت اسید وویل: د انصاف خبره دې و کړه،خپله نیزه يې و دروله او کښیناست.مصعب (رض) د اسلام خبره ورته و کړه او قرآن کریم يې ورته ولوستی،هغه وايي:قسم په خدای مخکي له دي څخه چې حضرت اسید خبرې و کړي موږ يې په مخ کې د اسلام رڼا و لیدله،بیا يې وویل: دا څومره ښکلی او خوږ کلام دی؟ دا راته ووايئ چې که څوک په دې دین کې شاملیدل و غواړي،نو څه به کوي؟
هغوی ورته وویل: لومړی غسل و کړه،پاکې جامې واغونده،بیا د حق او شهادت کلمه ووایه،او دوه رکعته لمونځ ادا کړه.حضرت اسید پاڅیدی غسل يې و کړ،جامې يې پاکې کړې،د شهادت کلمه يې وویله او دوه رکعته لمونځ يې و کړ،په دې پسې يې دا خبره و کړه:ما پسې یو بل شخص هم دی،که چیرې هغه ستاسې متابعت غوره کړ،نو د هغه قوم به ټول په تاسې پسې روان شي او له دوی څخه به هیڅوک هم ستاسې مخالفت و نکړي،زه اوس هغه تاسې ته رالیږم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: