په امریکا کې د سپیانو لپاره «غږ ضد» کورونه
جبیر افغان
واشنګټن: د امریکایي سپیانو لپاره په ځانګړي ډول جوړو شوو د چیښو کورونو کې اتومات دروازي نصب شوي دي چې د غږ زیاتېدلو پر مهال خپله بندیږي.
د رسنیو په وینا په امریکا کې له شور او غږونو څخه د سپیانو د ساتلو په موخه د ادارو له خوا ساؤنډ پروف ډاګ هاوس(غږ ضد د سپیو کورونه) جوړ شوي دي.
د حیواناتو په اړه څیړونکي او پوهان وایي چې د سپي د اورېدلو صلاحیت ډېر حساس وي چې له غږ څخه یې پر اعصابو بد اثر پرېوزي چې د همدې ضرورت پر اساس د سپیانو لپاره داسي کورونه جوړ شوي چې غږ نه ترې ننوزي.
د چیښو په دې ځایونو کې د اتومات دروازو تر څنګ داسي څه استعمال شوي دي چې د اوازونو او شور په کمولو کې مرسته کوي او د میوزک له غږ او نورو اوازونو څخه هغوی خوندي ساتي.