اشغال او د فحشا ترويج

فاتح افغان:

قال الله تعالی:{وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُواْ مَيْلاً عَظِيماً }النساء27

ژباړه: الله تعالی غواړي تاسې له ګناهونو څخه راوګرځوي او ستاسې توبه ومني او هغه خلک چې شهوتونو پسې منډې وهي غواړي چې تاسې له دين څخه ستر انحراف وکړئ او دهغوی په څير شئ.

تفسير جلالين دغه کسان چې د مسلمانانو بې لياري او انحراف غواړي په يهودو، نصاراو، مجوسيانو او زانيانو سره تفسير کړي دي.

هوکې! موږ په هر عصر کې ددې ستر قرآني حقيقت شاهدان پاتې شوي يو، اشغالګرو کفارو او دهغوی غلامانو په هر عصر کې د مسلمانانو په ټولنه کې د فحشا د ترويج او د اخلاقي فساد د نشرولو لپاره هلې ځلې کړي، ځکه هغوی درک کړې چې څو پورې مسلمان ځوان په سپيڅلو اسلامي اخلاقو متخلق وي او څو پورې چې مسلمانه پيغله عفيفه او د حيا پړونی يې پر سر وي، د کفارو بری ورباندې امکان نلري اما فاسد او فاحش شخص له هغوی سره نه په معرکه کې ډغره وهلی شي او نه ورته په ميدان ټينګيدلی شي.

د ولسونو د ايل کولو په موخه د هغوی د ارزښتونو او دودونو بدلول او فاسدول له هغو اساسي وسيلو څخه دي، چې اشغالګر هيوادونه د خپلو سياستونو او دخپل نفوذ د غزولو لپاره ترې ډير کار اخلي، له همدې امله ويل شوي: (شراب او سندر غاړي په محمدي امت کې دومره ويجاړی رامنځ ته کوي چې زر توپونه يې نشي رامنځته کولی).

د اسلامي امت د اخلاقو منظم او هر اړخيز افساد هغه مهال پيل شو چې غربي اشغالګرو ډيری اسلامي هيوادونه لاندې کړل، ځکه اشغالګرو درک کړه چې له اسلامي امت د سپيڅلو ټولنيزو اخلاقو يو مضبوط او قوي کلا راڅرخيدلې، هغه چې په شتون کې يې د دوی لپاره د اشغال دوام او دهغوی د شتو لوټل او له دين څخه يې بې لارې کول ستونزمن دي، نو يې له پيل څخه د اخلاقي فساد درامنځته کولو لپاره منظمې او نه ستړې کيدونکې هلې ځلې پيل کړې ترڅو مسلمانه ټولنه داسې يو حال ته ورسوي چې ناوړه اخلاق قبول او له څښتن سره يې له انکار پرته تعامل وکړي او وروسته همدغه فاحش خلک په دوی مشران شي.

په ۱۷۹۸ م کې په مصر باندې د فرانسوي يرغل د ماتې لامل د اخلاقو د دغې قوي کلا  شتون و، هغه چې مصريان يې دې ته هڅول چې په خپله زمکه يې د اشغالګرو فرانسويانو شتون نشو زغملی، په ځانګړې توګه دا چې اشغالګر – ښځې او نارينه – بې حيا او له اخلاقي نګاه فاسد دي، له همدې امله مصري ولس د اشغال له منلو انکار کاوه، چې کرار کرار يې د مظاهرو او پرلتونو په شکل کې انفجار وکاوه، وروسته د ازادی غوښتنې جګړه پيل شوه، او په پايله کې يې فرانسويان له مصر څخه له درې کلو څخه په کمه موده کې تيښتې ته مجبور شول.

چې وروسته بيا فرانسوي امپراتور “Napoleon Bonaparte” خپل ځايناستي جنرال “Jean baptiste kleber ” ته په څرګندو ټکو کې يو پيغام واستاو، دغه ليک له اخلاقياتو څخه په زور د مسلمانو ټولنو د باسلو له مهمو اسنادو څخه ګڼل کيږي، تقريبا د ټولو مسلمانو ټولنو پرضد همدغه سياست په يوڅه توپير او بيلابيلو اساليبو د همدې يوې موخې لپاره غوره شوی، او هغه دا چې خلک له سپيڅلو اسلامي اخلاقو څخه وباسي او دمنکراتو په ليدلو داسې روږدي کړل شي چې بيا پرې د رد او انکار جرات ونلري.

دغه ليک له هغه پلان څخه پرده پورته کړې چې غربي دولتونه په نظامي او کلتوري لحاظ د مسلمانانو دلاندې کولو جوګه کوي، چې لومړی پيل يې په اخلاقي سيستم کې د ګوتوهنې څخه کيږي، په ليک کې ويل شوي:

((فرانسوی جنګي بيړی به په دې ژمي کې په اسکندريې، يا برلس اويا دمياط کې ښکاره شي، هڅه وکړئ ترڅو له مماليکو څخه ۵۰۰ يا ۶۰۰ نفر راټول کړئ تردې چې کله کښتی وليدل شي، په قاهره يا څنډو کې به نيول کيږي او فرانسې ته به بيول کيږي، او که په مماليکو کې مو پوره شمير ونه موند ځای يې پر عربو يا نورو مخورو کسانو ډک کړئ، کله چې دوی فرانسې ته راورسيږي د يو کال يا دوو کالو لپاره به ايسار کړای شي ترڅو د فرانسوي ملت برم مشاهده کړي او زموږ په کلتور او ژبې روږدي شي، چې کله مصر ته ستانه شي دا به زموږ ځانګړي خلک وي چې نور خلک به ورسره يوځای کيږي، او زه به ترخپله وسه هڅه کوم څو يو ګروپ ډمان  دروليږم ، ځکه زموږ پوځ دې ته اړتيا لري څو د ښارونو د دودونو بدلون پيل شي.))

1882 – 1922ز  کې په مصر کې د برتانوي استعمار سياستونه هم په همدې محور راڅرخيدل، د استعباد او استبداد له تسلسل څخه وروسته چې په مصری ټولنې د سستۍ او غفلت خپڅه کښيناستله، هيلې يې مړې شوې او ولس خپل ځان هغو مستو څپو ته وسپاره چې چیرته يې خوښه وه هلته يې غورځاوه، ځکه هغه د جماد په څير ساکن و هيڅ احساس يې نه کاوه تردې چې فحشا پکې خپره شوه او اخلاق يې فاسد شول.

د لاسپوڅو حکومتونو تر ملاتړ لاندې رنډی خانې او فحشا خونې خورې شوې او د خارجيانو ترڅنګ مصريانې هم په دې ناوړه عمل ګرفتاره شولې، د اشغال تر سیوري لاندې فحشا رسمي حيثيت لاره حکومت يې په جاره ملاتړ کاوه، د فاحشو نارينه و او زنانه و ساتنه يې کوله، د لومړی نړيوالې جګړې پرمهال په مصر کې د فحشا دنده ترسره کوونکو شمير ۶۰۰۰۰ ته رسيدلی و چې ۳۰۰۰۰ يې يوازې په قاهره کې وې.

همدغه راز اشغالګرو مصر په شرابو کې غرق کړ، ولس قسما قسم شرابوته مخه کړه، او کال په کال په مصر کې دشرابو د واردونې کچه زياتيدله، او په هرځای کې دشرابو پلورنځايونه پرانستل شول، کليوالې سيمې هم له دغو زهرو څخه خوندي پاتې نشوې، په ۱۹۰۴ ز کال کې د شرابو دپلورنځايونو شمير ۴۰۰۰ ته رسيدلی و.

مصريان په شراب داسې روږدي شوي وو چې سهار به يې يو نوعه شراب څښل مازديګر بل ډول، او دشپې بل قسم، په ديړو مناسبتونو لکه ودونو، اخترونو، کوزدو اود خوښۍ په نورو مجلسونو کې د شرابو څکل دود شول.

دې ډير خطرناک مشکلات وزيږول، ټولنې خپل قوت له لاسه ورکړ، دغړو مثبت فعاليت او انتاجيت يې کم شو، ديني او اخلاقي ارزښتونه پکې کمزوري شول تردې چې ځينې انګريز ليکوالانو د مصری ټولنې په هغه حال ويرونه او ژړاوې کړي چې داشغال تر تاثیر لاندې دومره لويدلي حال ته ورسيده.

همدغه راز پکې د بنګو او مخدره موادو تجارت په پريمانه کچه زيات شوو، چې دې هم د ولس د معنوي ځواکونو په کمزوري کولو او د اخلاقو په فاسدولو او دولس په نړولو ډير تاثير وکړ.

په افغانستان کې امريکايې اشغال د ځوانانود بې لاري لپاره له ټولولارو کار واخيست، اشغالګرو ځواکونو مستقيما د فحشاء ترويج لپاره هلې ځلې کولې، شايد تاسې به د امريکايې اشغال د اوايلو هغه ويډيويې صحنې ليدلې وي چې اشغالګر امريکايې پوځيان افغان ماشومانو ته بربنډ او فحاش انځورونه ورښيي او ورباندې توزيع کوي يې.

د دې ترڅنګ هغه رسنۍ تلويزونونه او راديوګانې چې امريکايې اشغال توليد او تمويل کړې د فحش برنامو او لويدلو سريالونو په وړاندې کولو کې يې هيڅ کسر پرينښود، بلکه ښه په جاره يې د فحشا او ناوړه اخلاقو لوري ته دعوت وچلاو.

همدغه راز په دولتي کچه د فاحشو ډمو تقدير او په مډالونو نازول، د ښځو د حقوقو او ازادی تر نامه لاندې او د زدکړو او کار په پلمه د ښځو لپاره ځانګړې مؤسسې رامنځته کول، د سيمنارونو له لارې د انټرنيټ بې ځايه کارونې ته د ځوانانو او انجونو هڅول هغه څه دي چې دښځو د ځان وژنې او له کورونو څخه د تيښتې په پيښو کې يې د پام وړ زياتوالی راوستی.

د دې ټولو شومو هلو ځلو نتيجه موږ تاسې د فحشا او جنسي افتضاح د هغو پيښو په بڼه ګورو چې په هيواد دننه او بهر د لوړپوړو او ټيټ پوړو دولتي چارواکو او امنيتي عناصرو له لوري رامنځته کيږي او وخت پر وخت ترې د يوه سنجول شوي پلان له مخې پرده پورته او په منظم شکل نشر ته سپارل کيږي دا هرڅه د فحشاء د ترويج په خاطر رسنيز کيږي ترڅو د خلکو حساسيت ورسره کم او د عادي پيښو په سترګه ورته وګوري.

حتی ځينې چارواکي خو په سپين سترګي او بې حيايې کې دې حد ته ورسيدل چې په خپلو فحشاؤ وياړي ويډيوګانې او انځورونه يې اخلي، چې وروسته په ټولنيزو شبکو کې هم ډنډوره شوې.

لنډه دا چې امريکايې اشغال چې څومره د افغانانو د سرونو دښمن دی له هغې زيات د هغوی د اخلاقو او ارزښتونو دښمن دی خو دا چې لله الحمد افغانستان په تاريخي لحاظ پتمنه، حياداره ، درنده او سپيڅلې ټولنه لري، افغان کورنی په دې پيژندل شوی چې متدينې او په دين ولاړې کورنی دي، خپل اولاد ته لازمه ديني روزنه ورکوي او اخلاقي تربيې ته ډير پام کوي له همدې امله امريکايې ښکيلاک په خپلو شومو موخو کې تر ډيره کامياب نشو او پر ځوانانو او انجونو باندې يې د اخلاقو او تصرفاتو له نګاه هر اړخيز ويجاړی تر شا پرينښود، خو بيا هم ميندو، پلرونو، علماؤ، داعيانو، مدرسينو، معلمينو او ټولو افغانانو ته پکار ده چې غفلت ونکړي د اشغال په وړاندې سره يو موټی شي په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي، د امريکايې اشغال له لوري د رامنځته شوي اخلاقي فساد په وړاندې د ذي القرنين سد جوړ کړي، د نوي کول تعليم او تربيه د ځان مسؤوليت وګڼي او خپل شاګردان د اسلامي اخلاقو په وسله سمبال کړي ترڅو د غرب د ناولي تهذيب ښکار نشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: