رباني :هڅه کوو د طالبانو مذاکراتي دفتر له قطر نه آلمان ته تبدیل شي

 

عزم (جمعه، ۷،چنګاښ،۱۳۹۸)

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدن رباني چې تیره ورځ په یوه ناڅاپي سفر د آلمان هیواد ته ولاړ ، ویلي موخه یې دا ده تر څو د امریکا او طالبانو د مذاکراتو موقعیت بدل کړي.
سلام وطندار شبکې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله ویلي، رباني به له آلماني چارواکو سره پر دې هم خبرې وکړي چې څنګه کولی شي د طالبانو مرکزي دفتر انتقال ته لار هواره کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي، وایي رباني به د دې ترڅنګ له الماني چارواکو وغواړي چې افغانستان کې خپل پوځي حضور لانور هم تمدید کړي.

د شنونکو په باور ، که څه هم افغان حکومت د طالبانو د دفتر د چینج او جغرافیایي موقعیت د بدلولو صلاحیت نه لري، خو اټکل کیږي چې موخه یې د طالبانو پر وړاندې د فشار لا زیاتول دي.
د شنونکو په وینا طالبانو لاهم له دې نټه کړې چې د کابل له اداري سره د یوه مشروع نظام په توګه خبرې  وکړي چې همدې چارې د کابل حکومت مشران سخت وارخطاکړي او د سیمې او نړۍ هر هیواد ته یې د سفر مهمه موخه دا وي ، ترڅو پر  طالبانو فشار راوړي چې له حکومت سره خبرو ته غاړه کیږدي.
.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button