ډي نیوز: طالبانو د اووم پړاو خبرو کې خلیلزاد ته چانس ورکړی

 

عزم (شنبه، اووم،چنګاښ،۱۳۹۸)

 

نن د قطر پلازمینه دوحه کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو‐امریکا د  اووم پړاو مذاکرات پیل شوي چې د افغان دولت ، سولې عالي شورا ، امریکایي چارواکو او طالبانو په ګډون ګڼو لوریو ورته خوشبیني ښوودلې او دغه پړاو یې برخه ټاکونکی بللی دی .
د ډی نیوز په نامه یوې بهرنۍ ورځپاڼې لیکلي ، دغه پړاو مذاکراتو ټول لوري هیله مند کړي ځکه دواړه غاړې په جدیت سره د موضوع حل غواړي.
د یادې ورځپاڼې خبریال مشتاق یوسفزی وایي، کره او باوري سرچینو ورته ویلي چې طالبانو امریکایي لوري ته  واضحه کړې ده ،  که په دې غونډه کې هم ورسره کوم توافق ته ونه رسیږي ؛ دوی به د خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي لوري سره نور مذاکرات تحریم کړي.

طالب او امریکایي چارواکي د دغه پړاو د مذاکراتو اجنډا هم د پخوا په څیر د بهرنیانو وتل او له افغانستان نه نورې نړۍ او امریکا ته د ګواښ نه پیښیدو تضمین بولي چې په وینا یې نهایي بڼه به خپله کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button