نړیوال جام: افغان لوبډلې پاکستان ته سیالي وبایلله

عزم(یکشنبه، ۰۹ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د نړیوال جام په ۳۶مه لوبه کې افغانستان له پاکستان د ۳ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

د پرونۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې جوړې کړې.

پرون بیا هم افغان توپ وهوونکي ونه توانېدل چې ځانګړې منډې جوړې کړې. اصغر افغان او نجیب الله ځدراڼ ۴۲ـ ۴۲، رحمت شاه ۳۵، اکرام علي‌خېل ۲۴، سمیع الله شینواري ۱۹ او ګلبدین نائب ۱۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې شاهین اپریدي ۴، وهاب ریاض ۲، عماد وسیم ۲ او شاداب خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان پیل ښه نه و او په لومړي اور کې فخرزمان په صفر وسوځېد. بابر اعظم ۴۵، عماد وسیم ۴۹، امام الحق ۳۶ او حارث سهیل ۲۷ منډې جوړې کړې.

افغان ورو توپ اچوونکو د پاکستان لوبډله له سخت فشار سره مخ کړې وه او ډېره تمه وه، چې افغان لوبډله به لومړۍ بریا خپله کړي، خو ګلبدین نائب ډېرو منډو ورکولو افغان لوبډله له ماتې سره مخ کړه او پاکستان بریا خپله کړه.

مجیب الرحمن په ۱۰ اورونو کې ۳۴ منډې ۲ ویکټې، محمد نبي په ۱۰ اورونو کې ۲۳ منډې او ۲ ویکټې، راشدخان په ۱۰ اورونو کې ۵۰ منډې او ۱ ویکټ، خو ګلبدین نائب په ۹،۴ اورونو کې ۷۳ منډې او د کومې ویکټې په اخیستو هم بریالی نه‌شو.

پاکستان د افغان لوبډلې یاد هدف ۴۹،۴ اورونو کې پوره کړ.

په روان نړیوال جام کې افغان لوبډلې پرله‌پسې اتمه ماتې هم وخوړه او وروستۍ لوبه یې له ویسټ انډیز سره ده، چې افغان لوبډلې او ویسټ انډیز ته یې ګټل او بایلل کومه ګټه نه کوي، ځکه دواړه لوبډلې له نیمه پایلوبې پاتې شوي دي.

افغانستان او پآکستان څلور ځلې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي، چې څلور واړه پاکستان ګټلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button