امریکا او روسیه د هستوي وسلو د کنټرول په اړه مذاکرات بیا پیلوي

د روسیې ولسمشر، ویلادیمیر پویتن، پرون شنبه ویلي چې نوموړي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپلو خارجه وزیرانو ته امر کړی چې د هستوي وسلو د کنټرول په اړه مذاکرات پیل کړي.

ښاغلي پوتین، چې تر G20 غونډې وروسته یې په جاپان کې خبرې کولې، وویل دئ اوس نشي ویلای چې آیاد دا خبرې به د یوه بل New START  تړون په کېدو پایته ورسیږي او که نه.

د نیو سټارټ په نوم تړون په ۲۰۱۰ز کال کې د هستوي وسلو د کمولو په موخه د امریکا او روسیې ترمنځ وشو. که دواړه هېوادونه د دې تړون د تمدید پر سر هوکړې ته ونه رسیږي، دا به په ۲۰۲۱ز کال کې پای ته ورسیږي.

ټرمپ هم پرون له خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې له پوتین سره یې د هستوي وسلو د کنټرول په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button