د صحابه وو حیرانتیا او د ابوبکر صدیق رضي الله عنه دریځ

ترتیب کوونکی: احمد جبیر

دا خبره په لږو شیبو کې د صحابوو په منځ کې خپره شوه،نړۍ په دوی تورتم شوه،نږدې وه چې خپل اعصاب له لاسه ورکړي ،ځکه پر دوی باندې د رسول الله ﷺ مدینې منورې ته د راننوتلو ورځ له ټولو ورځو نه ښایسته او منوره او له ټولو نه بده او د تورتم ورځ یي د وفات ورځ وه،صحابوو کې د ژړا داسې شور ؤ،لکه څنګه چې حاجیانو کې د ژړا شور وي،عمر بن الخطاب رضي الله عنه په جومات کې وویل:  رسول الله ﷺ  وفات شوی نه دی او تر هغه پوري به نه مري تر څو منافقین ختم شوي نه وي، چا به چي د رسول الله ﷺ د وفات خبره کوله هغوی ته به یي د وژلو او وهلو اختار ورکاوه، په چاپیریال کې صحابه کرام حیران او غمجن ولاړ وه.
ابوبکر رضي الله عنه د دې ورځې په سهار په سنح نومې ځای کې خپل کور ته هغه وخت تللی و،کله چې د رسول الله ﷺ له وفات نه خبر شو،ژر پر آس سپور راغی جومات ته داخل سو او هیچا سره يې خبرې ونکړې، تر څو د بي بي عایشې رضي الله عنها خونې ته لاړ او رسول الله ﷺ ته ورنږدې شو، رسول الله ﷺ په یوه برګ یمني څادر کې تاو شوی وو، مخ یې پرې لوڅ کړ او پرې ورپریوت، ښکل یې کړ او په ژړا شو بیا یې وویل:  مور او پلار مې دې درنه ځار شي، الله ﷻ درته دوه مرګه نه یو ځای کوي، یو مرګ یې چې درته لیکلی وو،هغه دې ولېد،بیا خلکو ته راووت او و يې وویل: عمره! کینه! خو عمر رضي الله عنه د کیناستو نه وو، عمر رضي الله عنه یې پریښود منبر ته راغلی او د منبر تر خوا ودرید،دې وخت کې خلک ابوبکرصدیق رضي الله عنه لوري ته رامات شول، ابوبکر صدیق رضي الله عنه خلکو ته تر شهادت وروسته وويل:
چاچي تاسو کې د محمد عبادت کاوه، نو بیشکه چي محمد وفات شوی دی او چاچې د الله تعالی ﷻ عبادت کاوه، نو الله ﷻ ژوند ی دی نه مړ کیږي( سنن ابن ماجه (549/2)( تاریخ کتابونه لیکې ‘ چي د نبي علیه السلام د وفات په ورځ ابوبکر صدیق رضي الله عنه دومره جرات وکړل چي تر اوسه پوري لیکوالان، ادب پوهان په دي کې ورک دي چي د ده غیرت د څه شي سره تشبیه کړې.).
الله ﷻ فرمایي:

[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 144]

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِين مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلٰىٓ أَعْقٰبِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلٰى عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْـًٔا ۗ وَسَيَجْزِى اللَّهُ الشّٰكِرِينَ
محمد(ص) پرته د پېغمبر څخه نور څه نه دی، له هغه څخه مخکي نور پېغمبران هم تېر شويدي. نو كه هغه ومري يا ووژل شي؛ نو تاسي به په خپلو پوندو په شاګرځئ؟ – په ياد ولرئ! څوك چي په شا واوړي، هغه به الله ته هیڅ زيان ونه رسوي. البته څوك چي د الله شكر ايستونكي بندګان شي، هغو ته به الله ددې بدله ورکړي.
ابن عباس رضي الله عنه وایي: قسم په الله ﷻ چي خلک په دي نه پوهیدل چي الله تعالی ﷻ دا ایت هم نازل کړی دی کله چي ابوبکر صدیق رضي الله عنه تلاوت کړ،خلک متوجه او په غور سره یي واورید بیا به هر یوه له ځان سره تلاوت کاوه، عمر رضي الله عنه وایي: قسم په الله تعالی ﷻ چې کله مې دا ایت له ابوبکر صدیق رضي الله عنه څخه واورید دا راته معلومه شوه چې د رسول الله ﷺ مرګ حق دی،پښې مې شلې شوي بدن مې دومره دروند شو چې دوو کسانو هم پورته کولای نه شوم ،پر ځمکه پریوتم، پوه شوم چې رسول الله ﷺ رحلت کړی دی.

صحیح بخاري:  ۴۴۵۴ حدیث

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button