فراه: لس تنه سیمیز پولیس له وسلو سره یوځای طالبانو ته ورغلي

 

عزم(چهارشنبه، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۲)
راپورونه وایی چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې ۱۰ تنه سیمیز پولیس له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
سیمیزې امنیتي سرچینې پیښه مني او زیاتوي چې دغو کسانو د طالبانو د توندو بریدونو له ویرې د دولت وسلوالو مخالفینو ته وسلې پرځمکه ایښې او دوی به د پیښې د څرنګوالي په تړاو څیړنې وکړي.

طالبانو وایي، د قوماندان ابراهیم په ګډون دغه لس تنه سیمیز پولیس ( اربکیان) د یادې ولسوالۍ اړوند د «پاسک ناوې» سیمه کې له دوی سره یوځای شوي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوځای شویو امنیتي سرتیرو ۱۵ میلیه وسلې هم تر دوی ور رسولې او په دې توګه د ( بهیري ) په نامه یو کلی هم د دولت پلوه ملیشو له شتون نه تصفیه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په تیرو څو میاشتو کې سلګونو دولت پلوه عسکرو د طالبانو پر وړاندې خپلې ړسلې پرځمکه ایښې او د بهرنیانو په ملاتړ له مقاومت یې لاس اخیستی دی..
طالب ویاند خبر ورکړی چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې لا هم تصفیوي عملیات جریان لري او د سیمې پاتې اربکي ملیشو په غره کې پناه اخیستې چې ورسره تر سختې محاصرې لاندې هم راغلي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button