غزني: طالبانو د ګډوځواکونو مشترک مرکز نیولی

عزم(پنجشنبه، ۱۳چنګاښ،۱۳۹۸)
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې یې د ملي امنیت او ملي اردو یو مشترک مرکز تر خپل کنترول لاندې راوستلی دی.
طالبان وایي،. دغه مرکز چې د تاسن په سیمه کې یې موقعیت درلوده،. د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
سیمیزې سرچینې پیښه تائیدوي خو د نورو جزئیاتو له ورکړې ډ ډه کوي.
طالبانو ادعا کړې چې د برید پرمهال یې ۹ تنه سرتیري وژلي، ۶ ټپیان او ګڼ شمیر مهات او وسلې یې لاس ته ورغلې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button