د قطر د بین الافغاني غونډې اولویت باید څه وي؟

جاوید علي خیل

د رواني میلادي میاشتې په اووم او اتمه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي استازو او له کابل څخه د ورغلیو سیاسي اشخاصو تر منځ دوه ورځنی مجلس ترسره کیږي. د بین الافغاني تفاهم دا غونډه د هغو مذاکراتو یوه تکمیلي پروسه ګڼل شوې چې همدا اوس د امریکا او او طالبانو تر منځ روان دي. د دې مذاکراتو اووم پړاو د روانې بین الافغاني ناستې په خاطر دوه ورځې رخصت دی او له را روانې سه شنبې به بیا پيل کیږي.

دا چې د قطر په روانه غونډه کې له کابل څخه هم مهمو چارواکو ګډون کړی دی، حتی ځیني حکومتي یا حکومت ته نږدې چارواکي هم په کې په شخصي ډول برخوال دي. بل اړخ ته د امریکا مذکراتي پلاوی په خاص ډول زلمی خلیلزاد هم په دوحه کې، دی نو د ټولو متخاصمو خواوو دې حضور ته په پام سره باید له دې مجلس څخه د یوه داسې فرصت په حیث استفاده وشي چې افغان اولس یې نغده ګټه وویني او د هغوی د سر او مال د خوندیتوب سبب شي.

دا سمه ده چې د افغانستان بحران څلویښت کاله سابقه لري او په دې مجالسو کې به د څلویښت کلن بحران د حل په اړه غور کیږي. خو فی الحال په څلویښت کلن بحران کې را پیدا شوی بل بحران د وروستیو میاشتو ظالمانه بمبارونه، په کلیوالو سیمو وحشیانه بریدونه، چاپې او د خلکو د کورونو، جوماتونو او عامه تاسیساتو نړول دي. د تخریبي عملیاتو دغه پړاو داسې څه دی چې اولس ته هره ورځ زیان اړوي. هره شپه څو کورونه تخریبیږي، څو میندې بوریږي او او د څو ماشومانو په وینو رنګ اجساد د ګور خاورو ته ځي.

همدا تیره شپه ګډو ځواکونو د پکتیا په زرمت کې د مموزو د سیمې په جانک خیلو او سرمست کلیو چاپې وهلې،د ګڼو کورونو دروازې یې منفجرې کړي دي، د تلاشۍ په نوم یې د خلکو شتمنۍ غلا کړي، یو تن معلول ځوان یې شهید کړی او څو تنه عام وګړي یې له ځان سره په چورلکو کې وړي دي.  دغه راز وړمه شپه همدې حکومتي ځواکونو د د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ګردن مسجد په سیمه کې چاپه وهلې وه،پنځه تنه عام کلیوال نواز خان، عبدالحلیم، ملوک، محمد ایوب او خلیل الرحمن یي شهیدان کړي وو. د یوه کلیوال مهمانخانه یي تخریب کړې وه، څو موټر او موټر سایکل یي سوځولي وو او د تلاشۍ په نوم یې غلا هم کړې وه.

دغه د عملیاتو په نوم د ظلم، قتل، تخریب او لوټمارۍ تسلسل د څلویښت کلن بحران او جګړې هغه تر ټولو ظالمانه او اولس ځپونکی پړاو دی چې که د عاجل دریدو بندوبست یې ونه شي نو د هرې ورځې په تیریدو سره د لا نورو ولسي غمیزو او عاموژنو سبب ګرځي.

د قطر د ناستې ګډونوال مخکې له دې چې څلویښت کلن بحران وڅیړي تر ټولو لومړی باید عجالتا د دغو بهاندو وینو او اولسي قتل عامونو د مخنیوي غم وخوري. دا چې په قطر کې د جګړې درې واړه اړخونه موجود دي باید په صفا ټکو د دې موضوع په اړه بحث وکړي. ولې ولسي خلک وژل کیږي؟ څوک یې وژني؟ ګناه یې څه ده؟ او د دغسې کړنو نهایي هدف او مقصد څه دی؟؟

د دې لپاره چې افغان اولس د دې ناستو حد اقل ګټه لیدلې او لمس کړي وي. باید د دغو ورځنیو جنایاتو د دریدلو او کمیدلو په موضوع تر هر څه مخکې بحث او تمرکز وشي. د دې اضطراري موضوع له بحث او حل وروسته د کانفرانس ګډونوال کولای شي په عمومیاتواو غیر عاجلو موضوعاتو مفصل بحثونه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button