راشدخان له درېیم مقام څخه اتم ته ښکته شوی

عزم(دوشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان له درېیم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا په یو ورځنیو لوبو کې د توپ اچوونکو تازه درجه بندي اعلان کړې، چې راشدخان له درېیم مقام څخه اتم ته ښکته شوی، خو بل افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن بیا شپږم مقام ته پورته شوی دی او راشدخان یې وروسته کړی دی.

د یو ورځنیو توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې هندي جسپریټ بومرا خپل ځای ساتلی او په لومړۍ شمېره دی، نیوزیلنډی ترین بولټ دوهم، اسټرالیايي پیټ کمېنس درېیم، د سویلي افریقا کاګسو راباډا څلورم، د سویلي افریقا عمران طاهر پنځم، افغان لوبغاړی مجیب الرحمن شپږم، اسټرالیايي مېچل سټارک اووم او راشدخان اتم ځای خپل کړی دی.

راشدخان په روان نړیوال جام کې په نهو لوبو کې یوازې ۷ ویکټې واخیستې او د انګلستان خلاف سیالۍ کې یې په نهو اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې.

راشدخان په روان نړیوال جام کې ۴۱۶منډې ورکړې او په نهو لوبو کې یې یوازې ۷ ویکټې واخیستې، خو مجیب الرحمن بیا په اوو لوبو کې ۷ ویکټې اخیستي او ۲۵۹ منډې یې ورکړي دي.

راشدخان د نړیوالو په پیلولو سره په ۴۴ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰ ویکټې پوره کړي، چې د مېچل سټارک ریکارډ یې په خپل نامه کړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button