د ‏‎لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې ۶ پولیس وژل شوي

 

عزم(دوشنبه، ۱۷ چنګاښ ۱۳۹۸): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې تیره شپه طالبانو د پولیسو په یوه پوسته باندې برید کړی چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

طالبانو د برید مسئولیت منلی ویاند یې رسنیو ته ویلي چې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اړوند ګرګ میدان سیمه کې یې یوه پوسته نیولې ده.

طالب ویاند ویلي چې پوسته کې یې ۶ پولیس وژلي، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتي وو باقي تښتیدلي او ډيره وسله اومهمات هم لاسته ورغلي دي.

د دې ترڅنګ طالبانو ادعا کړې چې دغې جګړې ته په ورتلونکو کومکي عسکرو باندې هم بریدونه کړي دي یو ټانګ یې تخریب کړی پکې سپرو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دولتي چارواکو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا پداسې حال کې دی چې تیره ورځ هم د لوګر مرکز کې د ارشاد په نوم یو اربکی قومندان له څو نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: