زابل کې پرانیستل شوي ښوونځي د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

عزم(سه‌شنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د زابل په ولایت کې پرانیستل شوي ښوونځي بېرته د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ځايي خلک وايي، دوې میاشتې مخکې په دغه ولایت کې ۱۱۰ ښوونځي بېرته پرانیستل شول، خو د ښوونځیو د ودانیو نشتون، د ښوونکو کمښت، د کتابونو نشتوالي او شته ښوونکو ته د معاشونو ځنډ د دې لامل شوی، چې پرانیستل شوي ښوونځي بېرته وتړل شي.

قومي مشران هم له مرکزي حکومت غوښتنه کوي، چې دغه ولایت ته د پوهنې په برخه کې پاملرنه زیاته کړي او پراخ امکانات په واک کې ورکړي.

د زابل د پوهنې رئیس نصرالله زاهد وايي، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د پوهنې پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.

دی وايي، لا هم ښوونځي او زده کوونکي کتابونه نه لري، مسلکي ښوونکي نه‌شته او د شته ښوونکو معاشونه هم په میاشتو ـ میاشتو ځنډېږي، چې له امله یې ښوونکي دندو ته زړه نه ښه کوي.

د زاهد په خبره، اوس‌مهال په زابل کې ۲۲۴ښوونځي دي، چې ۲۰۰ یې فعال او ۲۴ یې د امکاناتو او ښوونکو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button