دهارون الرشيد رحمه الله لنډه پېژندنه

ترتيب: ميوند مجاهد
هارون الرشید رحمه الله دعباسیانو دلویو خلفاوو له جملې څخه و. په عدل او پرهېزګارۍ کي یې زیات شهرت درلود.
دهغه دخلافت دوره دعلمي اوعمراني پرمختګ له پلوه یوه ځلانده دوره وه. د نوموړي په دوره کي علوم،فنون او صنایع خپل لوړ حد ته رسېدلي وه.
ددې دورې پرمختګ دهماغه ساعت څخه معلومېږي کوم چي هارون الرشید رحمه الله د فرانسې باچا شارلمان ته لېږلی و، شارلمان او وزیرانو یې چي کله دساعت اتوماتیک حرکت وليد،نو فکر یې وکړ چي دا حرکت د پیریانو په واسطه دی.
هارون الرشید رحمه الله لومړی خلیفه و، چي د چین او فرانسې سره يې سیاسي اړيکي جوړي کړې او دهغوی سفیران یې په خپل دربار کي ومنل.
هارون الرشید رحمه الله دعبادت سره ځانګړي مینه درلوده، نهه ځلي یې د حاجیانو دامیر په توګه دبیت الله شريف زيارت کړی دی. نوموړي په خپل ژوند کي خپل دوه زامن( امین او مأمون) ځایناستي وټاکل او بالاخره د ( 23) کاله خلافت څخه وروسته په طوس نومي ځای کي وفات سو.
رحمه الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: