د لوړو زدکړو وزارت د کانکور آزموینو پایلې اعلان کړې

 

عزم(چهارشنبه، ۱۹چنګاښ،۱۳۹۸) د لوړوزدکړو وزارت چارواکو نن تر ماسپښین وروسته د ۱۳۹۸ تعلیمي کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه رابلل شوي ۇ، د لوړو زدکړو سرپرست وزیر یې پرمهال وویل، سږني کانکور امتحان کې د افغانستان په کچه ۲۰۰ زره کسانو ګډون کړی ۇ، چې له ډلې یې ۲۰ زره تنه ناکام یا بې نتیجې شوي دي.

وزیر وویل، له دې ډلې څخه تر ۸۰ زره ډیرو زدکړیالانو دولتي مؤسسو او پوهنتونونو ته لاره پیدا کړې ده.

د وزارت د مسؤلینو د مالوماتو له مخې، په سږني کانکور کې احمد راشد، د نصیر احمد زوی د هرات ولایت اوسیدونکي چې د افغان ترک لیسه کې یې زدکړې کړې وې، د ۳۵۰،۲۵ نمرو په اخیستلو سره د هیواد په کچه به لومړۍ درجه د هرات طب ته بریالی شوی.

په دوهمه درجه کې بیا سید حسین دی چې د غزني ولايت اوسېدونکی دی او ۳۴۶،۸۵ نومرو په ترلاسه کولو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالی اعلان شوی.

دغه راز دریم نمبر کې، د کابل ولایت اوسېدنکی قاسم علي دی چې د ۳۴۵،۱۶ نومرو اخیستلو سره یې د کابل بوهنتون د اقتصادپوهنځي ته لاره موندلې.

څلورم بریالی شوی زدکونکی هم د هرات ولایت اوسېدونکی سید شعیب دی چې ۳۴۵،۱۴ نمرې یې اخیستې او د هرات طب ته بریالی شوی دی.

پنځم بیا د الهام په نامه د کابل ولایت اوسېدونکی دی چې ۳۴۵ نمرې یې ترلاسه کړې دي او د کابل د طب پوهنځي ته یې لار پیداکړې ده

 

د ۱۳۹۸ کال کانکور آزموینه کې په لوړو نومرو بریالي شوي کسان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button