ویسا: ګډ ځواکونه د طالبانو د سولې ځواب په جګړه ورکوي

عزم(پنجشنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې «ویسا» د ګډو ځواکونو له لوري وروستیو ملکي تلفاتو ته په اشارې لیکلي، چې ګډ ځواکونه د طالبانو د سولې ځواب په جګړه ورکوي.

ویسا لیکلي«د دوحې پرېکړه لیک ته د امریکايي او افغان ځواکونو ځواب!» په جګړه وو، چې په بغلان او میدان وردګو کې یې ملکي خلک شهیدان کړل.

«پرون په وردګو او بغلان کې امریکایي او افغان ځواکونو بیا غمیزې جوړې کړې، بیا یې د انسانیت ټول اصول مات کړل، وحشتونه یې وکړل او په روغتون او کور یې بریدونه وکړل چې ماشومان، مېرمنې او ملکي بې ګناه وګړي او ډاکتران پکې ووژل شول. په بغلان کې په یوه کور بمباري وشوه او د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي پکې شهیدان شول، په وردګو کې په یوه روغتون برید وشو چې څو تنه ډاکتران او ناروغان پکې د وحشت ښکار شول.

دغه بریدونه په قطر کې د بین الافغاني ناستې د پرېکړه لیک له خپرېدو نه څو ساعته وروسته ترسره شول، چې یوه معنا یې د همدې غونډې او په ټوله کې د سولې مخالفت او د سولې له خبرو سره د دښمنۍ غبرګون ؤ.»

ورځپاڼې لیکلي، د جګړې ښکېلې خواوې دې ملکي تلفاتو مخنیوي ته پوره پام وکړي، خو حکومت د دوحې بین الافغاني ناستې ته په داسې جګړه ځواب ورکړ، چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي وو.

«خو د بین الافغاني ناستې پرېکړه لیک دواړو لوریو ته بیا هم یو انساني پیغام ورکړ چې نور به ملکي وګړي نه په نښه کېږي، عام المنفعه تاسیسات به خوندي وي، خو د حکومت او د دوی تر شا امریکايي پوځیانو دا دی د دوحې د بین الافغاني ناستې غوښتنو ته په وحشت ځواب ورکړ. دوی وښوده چې سوله یې په هېڅ صورت ارمان نه دی، و یې ښودله چې د دې ولس کور، روغتون او جومات ورته هېڅ حرمت او درناوی نه لري.»

ویسا لیکي، حکومت په لوی لاس ملکي وژنې کوي، خو پوښتنه نه له خپل عسکر کولای شي او نه له بهرنیو عسکرو.

«آیا حکومت او بهرنیان دې ته ځواب لري چې له بیا بیا اعتراضونو سره دوی ولې پر شخصي کورونو او روغتونونو له بریدونو ولې لاس نه اخلي؟

حکومت تر دې ډېر ټیټ دی چې د ولس د سر او مال د خوندیتوب په باب دې د مسوولیت احساس وکړي امریکایان خو خپله بېله ستراتېژي لري، هغوی ته امنیتي تړون د ملي خیانت په توګه دا واک ورکړی چې د افغانانو کور، جومات، ښوونځی، او هست او بود ټول د خپلو لویو ګټو لپاره بربادولای شي.

ډېر د افسوس ځای دی چې د ذلیل او د ولس د قاتل حکومت تر څنګ زموږ سیاست هم په ډېرو مبتذلو لاسو کې دی. که داسې نه وای د دومره مظلومو وینو له توییدو سره اوس باید په بې رحمو قاتلانو ځمکه تنګه وای. دغه عامه بې حسي که دوام وکړي زموږ ولس به د وحشتونو په تیارو  کې ورک او ډوب وي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button