ستانکزی: جاپان او ځواکمن اروپایي، آسیایی هیوادونه به د سولې د موافقې تضمین وکړي

 

عزم(جمعه، ۲۱چنګاښ،۱۳۹۸)

د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم مشر شیر محمدعباس ستانکزي یوې جاپانۍ ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي چې، دوی هیله مند دي له امریکا سره د موافقې د لاسلیک ضمانت یې جاپان او د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه وکړي.
ستانکزي زیاته کړې دغه هیوادونه به یواځې دا تضمینوي چې امریکایی عسکر د موافقې سره سم په ټاکلې نیټه خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د نوموړي په وینا ،

«د موافقې د مسودې پر اساس، زمونږ او امریکا تر منځ به دا موافقه د ضمانت کونکو په مخکي اعلان شي. زه امید لرم چي ځواکمن اسیايي‌ او اروپايي هیوادونه به یې ضامنان وي، دا چې جاپان هم د نړۍ یو له مهمو هیوادونو څخه دی، ښايي د دې چارې لپاره یو احتمالي نوماند وي.»

د «مېنیچي» په نامه یوه ورځپاڼه وایی، دا لومړی ځل دی چې طالبان د امریکایانو په وتلو کې جاپان هم ورګډوي.

ورځپانه زیاتوي، له ستانکزي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو هم پوښتل شوي، چې آیا ونډه به په کې واخلي او یا به یې لږ تر لږه ومني کنه، چې په وینا یې د نوموړي ځواب غوڅ ۇ او ویې ویل،«که د جمهوري ریاست ټاکنې د امریکايي عسکرو د وتلو تر موافقې وړاندې وشي، مونږ به یې قطعاً ونه منو او مخه به یې ونیسو، ځکه تر اشغال لاندې هر راز انتخابات نامشروع دي‌»

د یادونې وړ ده چې جاپان که له یوې خوا د امریکایي پوځي اډې کړربتوب کوي، ترڅنګ یې د کابل له حکومت سره په نظامي او ملکي برخه کې یو له مهمو مرسته کونکو هیوادونو شمیرل کیږي، چې څوځله په کې د افغانستان په تړاو مهم کنفرانسونه هم دایر شوي دي، چې د شنونکو په باور طالبان هم هڅه کوي ورو به ورو د کابل متحدین راخپل او د ځان په ګټه ترې کار واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: