بشري حقوق: د میدان وردګو د بوږنونکې پیښې عاملینو ته دې سزا ورکړل شي

 

عزم(جمعه، ۲۱چنګاښ،۱۳۹۸) د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه اعلامیه کې پر افغان حکومت ژغ کړی چې د میدان وردګو بوږنونکې پیښه دې په هر اړخیزه توګه وڅیړي او عاملینو ته دې درنه سزا ورکړي.
د روانې چنګاښ میاشتې پر اتلسمه نیټه د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د تنګي سیدانو په روغتون اوپه ګوډه کلي باندې افغان_امریکایي ځواکونو په ملکي خلکو چاپه ووهله چې په نتیجه کې یې د تنګي سیدانو روغتون ویجاړ کړ، ۴ تنه یې چې یو د روغتون مدیر، یو موظف ډاکټر یاسین ، یو تن پایواز او یو بل هم مریض ۇ، ځای پرځای په شهادت ورسول او د ډاکټروحیدالله په نامه یو روغتیاپال او څو نور کسان يې له ځانه د بنديانو په توګه یووړل.

بشري حقوقو دا پیښه په کلکو ټکو غندلې او بشرضده جنګي جنایت یې بللی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان هم دغه ویرجنه پیښه غندلې او له اړوندو اداراتو یې د جدي څیړنې غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې افغان چارواکو د څو ورځو په تیریدو سره لا هم د دغې پیښې په تړاو د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی او یواځې یې د دفاع وزارت د رسنیو له لارې د څیړنې ظاهري امر کړی، په داسې حال کې چې سیمیز خلک وایي، سیمې ته هیڅ څیړنیز ټیم نه دی ورغلی او نه هم کوم دولتي بنسټ د پیښې په تړاو د پوښتنې جرأت کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button