داعش په ننګرهار کي ولسي وګړي په شهادت رسولي

دداعش ملېشو دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کي په ولسي وګړو ډزي کړي او یوشمېر ولسي وګړي يې په شهادت رسولي دي.
راپورونه وايي، چي دداعش ملېشو داچین ولسوالۍ په مامندباغ او مامند تنګي سیمو کي په ولسي وګړو ډزي کړي او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دسیمي یوه قومي مشر ملک امین رسنیو ته ویلي، چي دداعش په بريد کي درې مخور روژه ګل، شمال خان او مرزا حاجی هم وژل شوي دي.
دسیمي اوسیدونکو ویلي، چي دداعش ملېشو له تیري ورځي راهیسي په یادو سیمو کي په ولسي وګړو بریدونه پيل کړي، چي په ترڅ کي يې یوشمېر ولسي وګړي ټپيان او شهیدان شوي دي.

دداعش له لوري دشهیدانو شویو کسانو دقیقه شمېر څرګنده شوې نه ده.
تر دې وړاندي هم له ننګرهار ولایت څخه ورته خبرونه ورکول شوي وو، چي دداعش دملېشو له لوري ولسي وګړي په شهادت رسول شوي دي.
دداعشي ملېشو له لوري عام وګړي په داسي مهال په شهادت رسول کیږي، چي له تیرو څو اونیو راهیسي دننګرهارولایت له زیاتو سیمو څخه شړل شوي اووسله والو طالبانو سیمي ورڅخه پاکي کړي دي.
عادل خپلواک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: