برېښنا شرکت: کابل ښاریانو ته ۲۴ساعته برېښنا نهشي ورکولای

عزم(یکشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د برېښنا شرکت اعلان کړی، چې د کابل ښاریانو ته ۲۴ساعته برېښنا نهشي برابرولای او نه یې ورته وېشلی شي، نو له نن ورځې وروسته به د کابل ښاریانو ته برېښنا په وقفهيي بڼه ورکول کېږي.
د یاد شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا اړتیا هم ډېرېږي، خو له نن وروسته به د سهار او ماښام وختونو کې د ځینو خلکو برېښنا پرې کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل اوسمهال ۴۳۰مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو دغه شرکت ۳۶۴مېګاواټه برېښنا لري، چې ۲۴۲ مېګاواټه وارداتي، ۱۰۰ مېګاواټه له نغلو بند څخه او ۲۲ مېګاواټه له سروبي برېښناکوټ څخه پوره کوي او پر یوه وخت د ټول ښاریانو اړتیاوې نه شي پوره کولای.
د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د ماهیپر بند د ۵مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت درلود، خو د کابل په سیند کې د اوبو د کموالي سره اوس مهال هېڅ برېښنا نه تولیدوي.
په تېرو ۱۸کلونو کې یوازې د اوبو او انرژۍ وزارت سره ۱۶میلیارده ډالر مرسته شوې، خو له پلازمېنې نیولې، تر لرې پرتو ولایتونو پورې ټوله برېښنا وارداتي ده، چې له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه راوارد شوې ده.