ننګرهار کې د «سپین جومات» چارې بیا پیل شوې

عزم(سه‌شنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): له کابو لسو کلونو وروسته د جلال اباد په ښار کې د «سپین جومات» چارې بیا پیل شوې.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د دې جومات د جوړولو پخوانيو قراردادیانو سره تراوسه لانجه په محکمو کې روانه ده، خو له دې وروسته هېڅوک د دې جومات په نامه له چا پیسې نه شي اخیستلای.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي، د سپین جومات چارې به له شپږو میاشتو نه تر ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

دی وايي، د سپین جومات د جوړولو لپاره له قراردادي سره د ۹میلیونه او ۷۰۰زره امریکايي ډالرو تړون شوی و، خو بیا یې هم له ولایت مقام څخه میلیونونه افغانۍ اخیستي دي.

د میاخېل په خبره، پخوانیو قراردادیانو میلیونونه افغانۍ چور کړي او د جومات یوازې ۵سلنه کار بشپړی شوی دی.

د ننګرهار د حج اوقافو رئیس وویل، د دې جومات د جوړولو لپاره اوس هم ۴۲میلیونه افغانۍ په بانک کې پرتې دي، خو ډېرې پیسې یې پخوانیو قراردادیانو اخیستې دي.

د یادونې وړ ده، د سپین جومات چارې د ننګرهار د پخواني والي ګلاغا شېرزي په وخت کې پیل شوې، خو د پراخ فساد له امله یې کارونه په تېرو لسو کلونو کې هم بشپړ نه شول.

د سپین جومات په قضیه کې د ننګرهار پنځه والیان بدل رابدل شول، خو د دې جومات منارې هسکې نه شوې.

سپین جومات د ننګرهار د ولایت مقام په څنګ کې دی، چې په جلال اباد کې له تاریخي مسجدونه څخه دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button