مسیر: افغان حکومت او د سي آی اِې قراردادیان عملیاتو کې ملکیان وژني

 

عزم(سه شنبه، ۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸): له کابله خپریدونکې مسیر ورځپاڼې په تازه خپره کړې مقاله کې شپنیو چاپو او دغو چاپو کې عامه وژنو باندې تبصره کړې.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت او د سې ای اې قراردادیان هره شپه شپني عملیات کوي، خو تر طالبانو ډېر ملکي وګړي پکې وژل کېږي چې یوازې په تیره یوه اونۍ کې پکې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د مقالې لیکوال لیکي چې ښایي حکومت د دغو بریدونو په اړه وایي چې د طالبانو مشران پکې وژل کیږي خو نه داسې نده بلکې د دغو عملیاتو له یو څو ماسیوا نور ټول په ملکي وګړو ترسره کیږي.

«اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د دغو عملیاتو هدف څه دی او له امن او ثبات سره څه مرسته کوي؟
ښايي دا بریدونه په دې خاطر توجیه کړل شي چې د وسله والو طالبانو مشران پکې وژل کېږي. کېدای شي کوم مشر پکې وژل شوی وي، خو حقیقت دا دی چې مهم نظامي قوماندانان پکې نه دي وژل شوي. کله چې یوه سیمه پوره د طالبانو تر کنټرول لاندې وي، په نیمه شپه په الوتکو کې ځواکونه ورشي، هلته ملکي وګړي، ښځې او ماشومان ووژني او بیا ترې را ووځي؛ دا له وحشت او جنایت پرته بله څه مانا لري؟ دا چاره د امنیت او ثبات ضد ګام دی او له دې پرت بله هېڅ مانا نه لري. حتی که په نیمه شپه ځي، طالبان وژني، بیا هم دا چاره له ثبات سره مرسته نه کوي، ځکه امنیت او ثبات هغه وخت راتللی شي چې هدفمند عملیات وشي.»
مسیر لیکي چې طالبان په وژلو نه خلاصیږي د یو طالب په وژلو سره درې نور پیداکیږي او د ملکي خلکو په وژلو سره نور هم قوي کیږي او ملاتړ پیدا کوي.

ورځپاڼه لیکې چې شپني عملیات د امنیت لپاره نه بلکې یواځې د وحشت لپاره ترسره کیږي.
«دا شپني عملیات او ملکي مرګ ژوبله که د امنیت او ثبات په موخه کېږي، نو واضح ده چې دا چاره له امن او ثبات سره مرسته نه کوي، خو که دا عملیات یوازې د وحشت او وېرې د ایجاد لپاره کېږي، نو بیا بریالي دي او رښتیا هم پوره وحشت او وېره یې ایجاد کړې ده، خو امنیت او ثبات یې نه یوازې خوندي کړی نه دی، بلکې ستونزې یې ورته پیدا کړې دي. که رښتیا د سولې او ثبات نیت او اراده وي، نو پکار ده چې پر دغو عملیاتو له سره غور وشي او نور ودرول شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: