افغان ځواکونو ته د جنرال میلر خبرداری:تر دې وروسته د ملکي تلفاتو حساب درسره کوو

 

 

عزم(سه شنبه، ۲۵چنګاښ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې افغان عسکرو د ځینو بهرنیو قراردادي امنیتي کمپنیو او ایتلافي عسکرو په ملتیا د هیواد په ګڼ شمیر ولایاتو کې پر ولسي افغانانو بوږنونکې شپنۍ چاپې ووهلې او سلګونو بیګناه افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله؛ تازه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر پر ګډوځواکونو ژغ کړی چې په جدي ډول دې د ملکي افغانانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
میلر چې نن هرات ته تللی و، افغان چارواکو ته یې په وینا کې وویل،

« له ایتلافي او افغان عسکرو په جدي ډول غواړو چې ملکیانو ته د تلفاتو له اوښتو مخنیوی وکړي؛ مونږ په خپلو عملیاتو کې دقت غواړو او کله چې دقت ونه شي، بیا د هرې کړنې پوښتنه کوو؛ حساب یې غواړو، خو اوس باید ووایم چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ښه لار د تاوتریخوالي کموالی دی»

خو د امریکایي جنرال په غبرګون کې د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیاء ددې پرځای چې د ملکي تلفاتو پر مخنیوي لا هم ټینګار وکړي، وویل، «نه! افغان ځواکونو او بهرنیو همکارانو یې هیڅکله ملکیان هدف نه دي ګرځولي او نه هم ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، کومې ادعاوې چې رسنیو کې خپریږي یواځې طالب پلوه تبلیغات دي چې حقیقي بڼه نه لري، مونږ یواځې طالبان او د هغوی فکري ملګري په نښه کړي، چې په دې توګه د هغوی کورنیو ته هم زیان اوښتی دی.»

باید وویل شي، چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې افغان حکومتي مشران نه شي کولی په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو جرایم یا وغندي یا یې هم د څیړنې امر وکړي، چې له همدې امله د ګډحکومت له پیله هیڅ دولتي چارواکي پر امریکایي بمباریو خوله نه ده چوله کړې، کړې، آن تر دې چې د هغو بمباریو په هکله یې هم د څه ویلو جسارت نه دی کړی چې امریکایانو د افغان عسکرو پر پوستو او پوځي کاروانونو ترسره کړې وې.
د یادونې وړ ده چې په همهاله توګه په میدان وردګو، اروزګان، هلمند او لوګر کې ګډوځواکونو په خونړیو بریدونو کې لسګونه بیګناه افغانان شهیدان کړي چې په تړاو یې هیڅ یوه بشري ارګان د کوم غبرګون جسارت نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button