د میلر تر خبرداري وروسته؛ګډ حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمېټې د جوړولو اعلان کړی

 

عزم(چهارشنبه، ۲۶چنګاښ،۱۳۹۸)

وروسته تر هغه چې افغان ځواکونو د خپلو امریکایی قوماندانانو په ملتیا د هیواد په مختلفو نقاطو کې پر ولسي افغانانو خپلو شپنیو چاپو او بمباریو ته زور ورکړ، دې قضیې د امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان سکاټ میلر غوسه هم راوپاروله او تیره ورځ یې په هرات کې پر افغان لوري او خپلو ایتلافیانو ژغ وکړ چې که تر دې وروسته یې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی ته پام ونه کړ، حساب کتاب به ورسره وکړي.

تازه رابورونه وایې چې د امریکایي جنرال تر دې ګواښ وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې د ارزونې یوه کمیټه جوړه کړې ده.
له دغې شورا نه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د غه کمیټه به د ملي امنیت، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له استازو جوړیږي او هڅه به کوي چې د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي زیانونه وارزوي تر څو په راتلونکي کې د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

دفاع وزیر، امریکایي جنرال

که څه هم دغې شورا د وروستیو بوږنونکو شپنیو چاپو او وحشیانه بمباریو په تړاو چې د سلګونو بیګناه هیوادوالو ژوند یې واخیست، څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې لا هم د ملکي تلفاتو د ۸۰ سلنې برخې مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی.

باید وویل شي، چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې افغان حکومتي مشران نه شي کولی په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو جرایم یا وغندي یا یې هم د څیړنې امر وکړي، چې له همدې امله د ګډحکومت له پیله هیڅ دولتي چارواکي پر امریکایي بمباریو خوله نه ده چوله کړې، کړې، آن تر دې چې د هغو بمباریو په هکله یې هم د څه ویلو جسارت نه دی کړی چې امریکایانو د افغان عسکرو پر پوستو او پوځي کاروانونو ترسره کړې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: