ننګرهار کې د اجرائیه ریاست د سلاکار پر موتر چاودنه شوې

 

عزم(پنجشنبه، ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸): دننګرهار مرکز جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیې کې د اجرائیه ریاست د سلاکار حاجي امان خیري پر هایلکس موټر چاودنه شوې.

ویل کیږي چاودنه د مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې چې د خیري پر هایلکس موټر نښلول شوی وو.

د ننګرهار والي وياند عطاألله خوږیاڼي د پیښې تائید کړی او وايي، چې چاودنه کې موټر تخریب شوی دی خو ځاني تلفات نلري.

بلخوا بیا د جلال اباد روغتيايي مسوولين وايي، چې د پېښې له ځاى ورته يو ټپي ور وړل شوى دى.

د پیښې مسئولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نده اخیستی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button