سوله که ټاکنې؟ امریکا، ګډحکومت او سیاسي اپوزیسیونونه څه غواړي

 

ځانګړی راپورتاژ:

عزم(شنبه، ۲۹چنګاښ،۱۳۹۸)په دې ورځو کې د رسنیو په سرټکو او د عامو خلکو په ناستو کې دوه موضوعات خورا زیات ګرم مطرح کیږي چې لومړی یې له طالبانو سره د یوې سرتاسري سولې غوښتنه او په هیواد کې د لسیزو جګړو ته د پای ټکی ایښوودل دي او بله هم د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل.
ارګ وایي، دواړه پروسې باید یو د بل په مخ کې خنډ نه شي؛ هم د انتخاباتو پروسه اړینه ده او هم د سولې راتګ.
په عین حال کې د دواړو موضوعاتو په تړاو لیدلوري هم په دریو مختلفو کټګوریو ویشل شوي. د ارګ واکمن ټیم، سیاسي مشران چې یو وخت د همدې حکومت برخه وه، او د امریکا متحده آیالات چې د کابل حکومت د بنسټګر په توګه ورته هم کتل کیږي.

د ګډحکومت اوسنی لومړی واکمن اشرف غني او دوهم مشر ډاکټر عبدالله یې دواړه پر دې ټینګار کوي چې باید ټاکنې پر خپل وخت ترسره او طالبان باید د داسې میکانیزم له مخې له حکومت سره یوځای شي چې ټولو هغو قوانینو او مقرراتو ته درناوی ولري چې د دغه حکومت له خوا وضعه شوي دي.
حکومت وایي، په کاري، روزنیزو او نورو مواردو کې د میرمنو آزادي، د خبرونو، سریالونو اونورو تبلیغاتي توکو کې د بیان آزادي، د ټولو مادو په منلو سره د اساسي قانون تطبیق، د امنیتي تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو وتل او داچې طالبان باید د یوې ډلې په توګه د افغانستان له حکومت سره خبرو ته چمتو شي؛ سرې کرښې یې بولي او ترې تیریږي نه .

بلخوا بیا سیاسي اپوزیسیونونه چې لوی اکثریت یې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي په ټولو شرطونو له حکومت سره همغږي او ترې ملاتړ کوي، خو د مخالفت اساسي نقطه یې د ګټو خوندیتوب دی.
شنونکي وایی، دا چې د افغانستان ټولې ټاکنې د بهرنیو سفارتونو د فشار ترسیوري لاندې ترسره شوې او هر هیواد هڅه کوله داسې څوک واک ته ورسیږي چې افغانستان کې د هغوی ګټې خوندي کړي، نو دغو مرموزو هڅو یوځل بیا نوماندان سره ویشلي دي.

د حنیف اتمر په ګډون یو شمیر نوماندان چې ظاهراً د لویدیځ غوڅ ملاتړ له ځانه سره لري، استدلال کوي چې د حکومت قانوني موده پای ته رسیدلې؛ د پریکړو صلاحیت، د اشخاصو ګمارنه، د سفرونو ترسره کول او نورې هغه چارې چې یو حکومت یې ترسره کولی شي، واک نه لري.
دوی که له یوې خوا د غني اداره د سولې ضد بولي، خو تر څنګ یې ویره لري چې ښایي راتلونکې ټاکنې نورې هم وځنډیږي او که د سولې موافقه راتله، دا به د غني ښه رنګی او د هغه د واک پر مهال وي چې هغه ته به د یوه ښه کمپاین بڼه ولري.
بل پلو امریکا که څه هم پر سوله او ولسمشریزو ټاکنو په همهاله توګه ټینګار کوي خو ښکاري داسې چې هغوی نور له دې ستړي شوي چې له داسې حکومت ملاتړ وکړي چې په پراخ فساد کې ښکیل دی.

امریکا که له یوې خوا د سختو جګړییزو لګښتونو د ترسره کیدو له ستونزې کړیږي، له بل لوري په افغان حکومت کې چې نړیوال ورته د امریکا د مستعمرې په توګه ګوري، هر ډول اداري او اخلاقي فساد،تربګنۍ او مشکلات او نورې جرمي کړنې د ځان لپاره نړیوال پیغور بولي او د ځان خلاصون هڅې ترې کوي.

که څه هم د امریکا د دفاع وزارت لا هم په افغانستان کې د دائمي پوځي اډو غوښتونکی دی، خو حکومت او پالیسي جوړونکي یې د خپلو ستراتیژیکو موخو د نه ترلاسه کیدو او د افغانانو د پراخ پاڅون له امله د دغې جګړې پای ته تږي دي.
کارپوهان وایي، امریکا غوښتل افغانستان کې په ټولو بخشونو کې همهاله کارونه وکړي؛ مذهبي آزادي د لویدیځ په بڼه رامنځته کړي، کانونه یې په خپل کنترول کې واخلي او د سیمیزو قدرتونو «روسیې او چین»د ګواښونو لپاره نږدې څارونکی پوځي حضور ولري.
خو د دوی په وینا چې دا ټول آرمانونه تر ۲۰۰۶ وروسته هغه مهال خوب او خیال وګرځیدل کله چې د افغان ولس له منځه یو مبارز او مقاومتګر ځواک بیا راوپنځید او د امریکا حضور یې اشغال تلقي کړ.

د شنونکو په باور، امریکا که څه هم په اوسمهال کې ظاهراً له ولسمشریزو ټاکنو هم ملاتړ څرګندوي، خو حقیقت دا دی چې هغوی نور له دې ډول ملاتړ نه ستړي او له خپل هغه غلیم سره چې د همدې حکومت په ملتیا ورسره نږدې دوه لسیزې وجنګیدل، د ملګرتیا یوه نوي قمار ته تابیا نیسي.

ویل کیږي، د جرمني لوی دیکتاتور هټلر د بریاوو پرمهال لومړی هغه کسان وژل، چې له نوموړي سره یې د خپلو هیوادونو په لمنځه وړلو کې مرسته کړې وه.
همدې حقیقت ته په کتو سره پر حکومت د امریکا باور هم هغه مهال له منځه ولاړ کله یې چې د امنیتي تړون په نوم یو بدنامه سند ورسره لاسلیک او په حاشیه کې یې امریکایي پوځیانو ته دقضایي مصؤنیت د ورکړې یا په بل عبارت د ټولو هغه مظالمو د نه غندنې او نه څیړنې ژمنه ورکړه چې امریکایي ځواکونه افغانستان کې پر افغانانو ترسره کوي.

همدې نقطې د ارګ د مشرانو خولې تر دې حده ور وګنډلې چې له مخې یې د اشرف غني په تیره ۵ کلنه دوره کې هیڅ دولتي مقام پر ولسي وګړو آن پر دولت پلوه عسکرو د امریکایانو، بمبارۍ یا م شپنۍ چاپې نه وغندلې او نه یې هم د څیړنو غوښتونکي شول.

په همدې ترتیب څو ورځې وړاندې دوو کابل میشته لوړ پوړو امریکایي چارواکو دوه مهم فرامین هم صادر کړل چې حکومت ورته هیڅ کوم غبرګون ونه ښوود او نه یې هم د هغوی دا کړنه د یوه هیواد په چارو کې بهرنۍ مداخله وبلله.
د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان ګواښ وکړ چې «د ملکي مرګ ژوبلې له افغان عاملینو سره به حساب کتاب وکړو» او د امریکایي سفیر خبرداری،« هیڅوک حق نه لري چې ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه یا هم له دولتي امکاناتو کار واخلي» هغه څرګندونې وې چې د یوخپلواک حکومت او یوې بلواکې ادارې اصلي بڼه روښانوي.
د یادونې وړ ده چې یواځې پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکایی سفیر څرګندونو ته یواځې دومره سورڅراغ ورکړی، چې ویلي یې دي «دا زمونږ داخلي مسئله ده او تاسو ته په دې برخه کې اړتیا نشته»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button