خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ د خپلو سفرونو نوې لړۍ پیلوي

 

عزم(شنبه، ۲۹چنګاښ،۱۳۹۸)د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، په پام کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یک شنبې پر ورځ خپل برخلیک ټاکونکی سفر پیل کړي.
د (ې این اې نیوز) د راپور له مخې، خلیلزاد به لومړی کابل ته ولاړ شي او هلته به د کابل حکومت له چارواکو سره د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پروګرامو په تړاو مالومات شریک کړي.
راپور زیاتوي، خلیلزاد په دې هڅه کې دی چې له طالبانو سره موافقه د سپټمبر تر لومړۍ نیټې نهایی کړي.
بل لور ته خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي چې خپلو مشرانو ته یې معلومات ورکړي او اوس ددې فرصت برابر شوی چې په واشنګټن کې دجرمني،هند،او ازبکستان له سفیرانو سره وګوري او له هغوی سره دافغانستان دسولې په تړاو سلا مشورې وکړي.

خلیلزاد د خپل ماموریت د بیا پیل لباره چمتوالی ښوودلی او په دغه بهیر کې یې د لا زیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړې ده.
بلخوا لویدیځو رسنیو خبر ورکړی چې ښایی امریکا له طالبانو سره په اتلسو میاشتو د خپلو سرتیرو د ایستلو موافقه ژر لاسلیک کړي.

د تایمز به نوم یوې بريتانيوۍ ورځپاڼې ویلي امريکا له طالبانو سره د سولې تړون ته نژدې کېږي خو بايد بېړه ونکړي؛. ځکه چې په وینا یې خبرې د يوې تاريخي هوکړې لور ته سمې شوي او طالبانو کولى شي دې لپاره د “ستر بري” نوم وکاروي.
ارګ ویلي، د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک کیدونکې موافقتنامې متن یې ترلاسه کړی خو دوی پرې یو لړ ملاحظات او نیوکې لري.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي په مشخصه توګه دا ملاحظات نه دي په ډاګه کړي او نه یې هم د متن د محتوا جزئیات رسنیز کړي دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: