امریکا سعودی ته ۵۰۰ عسکر لیږي، سعودي یې وار له مخ هرکلی کړی

 

عزم(شنبه، ۲۹چنګاښ،۱۳۹۸)د امریکا د دفاع وزارت وایي، په پام کې لري چې د سعودي عربستان په شهزاده سلطان پوځي اډه کې خپل سلګونه پوځیان او پرمختللې وسلې ځای پرځای کړي.
امریکا وایی، په سیمه کې له ورپیښو ګواښونو څخه د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره دغه اقدام ترسره کوي.

ټاکل شوې ده چې په لومړۍ مرحله کې به ۵۰۰ تنه امریکایي پوځیان او ورسره به د پاټریوټ په نامه د امریکا دفاعي توغندویز سیستم هم په یاده پوځي اډه کې ځای پرځای شي.
پنټاګون دغه راز ویلي، چې دغه سرتیري به له خپلو ایف ۲۲ ډوله جنګي الوتکو هم برخمن کړي ترڅو په سیمه کې ټول تحرکات له نږدې وڅاري.
تر ۲۰۰۳ میلادي کال راپه دې خوا دا لومړی ځل دی چې امریکا سعودي ته خپل پوځیان لیږي او موخه یې هم له ایران سره د وروستيو جنجالونو زیاتوالی ښوودل کیږي.
د امریکایي چارواکو له دې اعلان سره سم سعودي چارواکو د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی او ستایلی یې دی.
د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز د امریکایي پوځیانو ورتګ ته خوشبیني څرګنده کړې او د پنټاګون له دغې پریکړې یې ملاتړ څرګند کړی دی.
د یادونې وړ ده چې سعودي ته تر دې مخکې د ۱۹۹۱ کال پرمهال، کله چې د عراق او کویټ ترمنځ جګړه وه، امریکايي ځواکونه تللي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: