”د ځانګړو ځواکونو زیات تلفات به پر پوځ منفي اغېز ولري“

امریکایۍ لانګ وار ژورنال رسنۍ د جولای په ۲۰مه لیکلي چې د کابل حکومت د ځانګړو ځواکونو د تلفاتو زیاتېدل به د پوځ پر مورال او قابلیت باندې ناوړه اغېز ولري.
ژورنال دا راپور د بادغېس په آب کمري ولسوالۍ کې د تیرې دوشنبې په شپه (د جولای ۱۵مه) د لسګونو کمانډو عسکرو وژل کېدو او د طالبانو لاس ته د هغوی د پرمختللو وسلو د لوېدو په اړه خپور کړی دی.
سیمه ییزو چارواکو په دې پېښه کې د ۲۵ ځانګړو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې تر ۳۵ زیات کمانډویان پکې قتل شوي دي – طالبان د ۳۹ سرتېرو د له منځه تلو او د ۱۶ نورو د نیول کېدو ادعا کوي.
د لانګ وار ژورنال په خبره، د کابل حکومت کمانډو ځواکونه د طالبانو پر ضد د پوځ د جګړې د لومړۍ کرښې سرتیري دي، خو زیاتېدونکي تلفات به یې پر ټول پوځ ناوړه اغېز ولري او د طالبانو د مخ-پر-زیاتېدونکي پرمختګ د مخې ډب کولو توان به یې له پوښتنې سره مخ کړي.