زنا پور ده

ابوبکر مهاجر

په روح البیان تفسیر کې یې یوه کیسه لیکلې ده چې په بخارا کې د یو مشهور زرګر دوکان ؤ. د زرګر مېرمن ډېره ښکلې او د ښه صورت او سیرت خاونده وه. یو سقا(اوبه راوړلو والا) له دیرشو کلونو څخه د هغې کورته اوبه راوړلې چې ډېر اعتمادي سړی ؤ.

یوه ورځ سقا اوبه راوړې او د اوبو له ایښودلو وروسته یې د زرګر د مېرمني لاس په شهوت سره ټینګ کړ او بیا ولاړی. مېرمن ډېره غمجنه شوه او تر سترګو یې اوښکي رواني شوې. په دې حال کې زرګر د ډوډۍ لپاره کورته راغی، مېرمن چې یې د ژړا په حالت کې ولیدل نو لامل یې ترې وپوښتی، مېرمني یې کیسه ورته وکړه، چې دا یې واورېدل نو د زرګر له سترګ هم اوښکي وبهېدې.

مېرمني یې ورته وویل چې څه پيښه ده؟ زرګر ورته وویل چې نن یوه مېرمن د زرو د رانیولو لپاره راغلل، د هغې سپین لاسونه زما ډېر خوښ شول ما د هغي پردۍ ښځي لاس په شهوت سره ټینګ کړ. دا پر ما پور ؤ، سقا ستا لاس ټینګ کړ او هغه پور یې راڅخه واخیست. زه ستا پر وړاندې کلکه توبه کوم چې بیا به کله هم داسي ونه کړم. خو دا به هرومرو راته وایې چې سقا ستا سره څه معامله کوي. دوهمه ورځ چې کله سقا اوبه راوړې نو د زرګر مېرمني ته یې وویل چې زه ډېر سخت پښیمان یم، پرون زه شیطان دوکه کړم او په ما یې دا غلط کار وکړ. زه له خپله هغه ناوړه عمل څخه کلکه توبه کوم او تاته باور درکوم چې بیا به کله هم داسي کار ونه کړم.

عجیبه خبره ده چې زرګر پردیو ښځو ته له لاس وروړلو څخه توبه وکړه نو پردي خلګ د ده مېرمني ته له لاس وړلو څخه توبه ګار شول.(تفسیر روح البیان)

ځکه خو امام شافعي رحمه الله فرمایي چې زناپور ده، نن یې ته کوې نو صبا به یې ته ستا مېرمن، خور او یا لور اداء کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button