سلاکارانو، سړی له شعرونو بند کړئ

عليزی

له تیرې څه مودې راهیسې معمول دا دی، د کابل حکومت مشر اشرف غني چې په کومه غونډه کې یو شعر ووايي، په هغه ماښام او ورځ په ټولنیزو رسنیو کې پسخند پرې وهل کیږي.

لامل یې دا وي چې په ملي ژبو کې له فصاحت او روانۍ محروم ولسمشر په خپله ځانګړې لهجه او غږ کې د د پښتو او دري د سترو شاعرانو شعرونه چورلټ بدل وايي.

څو میاشتې مخکې، په یوه ستره غونډه کې ښاغلي غني د نوموتي پښتون شاعر خوشحال خان خټک د هغه شعر، په اصطلاح، ”پښتۍ ورماتې کړې“ چې ښايي د هېواد د منځنیو ښوونځیو زده کوونکی هم پکې غلطي ونکړي.

شعر داسې دی: لا تراوسه یې ماغزه په قرار نه دي – چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی. خو ولسمشر خدای خبر ولې په شعر کې د تقدیم او تاخیر ترڅنګ په تورو کې هم وښویېد، او ویې ویل: ”چا چې وهلی سر په سنګ ده ما سره – لا یې سر په درد ده“. له دې سره سم د غونډې تالار کې چکچکې پیل شي.

د ولسمشر د خطا وروستۍ بېلګه په کابل کې د دري ژبې په اړه په یوه جوړ شوي سیمینار کې د مولانا رومي د شعر غلط لوستل و.

د شعر ترڅنګ ولسمشر د دیني معلوماتو په وړاندې کولو کې هم زیاتې غلطۍ کړې دي. الله جل شأنه په ”الله شانو“ او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ”سلیسلم“ د تلفظ کولو تر څنګ، ولسمشر حضرت حسین رضي الله عنه ”د خدای لمسی“؛ بخاري شریف ”تر احادیثو راوروسته معتبر کتاب“، او ”بي بي نسیمه د اسلام لومړنی شهید“ بللی دی. موږ په همدې اکتفاء کوو، د ولسمشر د خطاوو لیست په خواله رسنیو کې په اسانۍ پیدا کېدای شي.

د ښاغلي غني زیاتو لفظي تېروتنو ته په کتلو سره به ښه دا وي چې ورته ناست سلاکاران یې له خطاوو ډک شعرونه په چکچکو بدرګه نه کړي، بلکې تر غونډې وروسته دې یې یوه کونج ته کړي او په ”لطفاً صیب“ ویلو دې د شعر زیات نه ویلو غوښتنه ترې وکړي – او که نه نو بیا دې ټینګ شي په اوونۍ کې د یو میلیون ښکنځلو ګټلو په څېر د ریشخندونو ویاړ ته هم.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button