فرحان یوسفزی د کرېکټ بورډ نوی رئیس وټاکل شو

عزم(چهار‌شنبه، ۰۲زمری، ۱۳۹۸ل):  ولسمشرۍ ماڼۍ د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې فرحان یوسفزی د نوي رئیس په ټوګه ټاکلی دی.

د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« فرحان یوسفزی د پروفیسر محمد نبي یوسفزي زوی دی چې په ۱۳۶۲ لمریز کال کې یې نړۍ ته سترګې غړولي دي. نوموړی په یوه علمي کورنۍ کې زیږیدلی دی او د ماسټرۍ تر کچې له لوړو زده کړو برخمن دی. په ۱۳۷۹ لمریز کال کې د کابل له نادریه لېسې فارغ شوی دی. ورپسې یې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د امریکا هلت بوسټن پوهنتون د Hult International Business School څخه لیسانس او بیا یې له همدغه پوهنتون په ۱۳۹۷ کال کې په سوداګرۍ او رهبرۍ کې ماسټري ترلاسه کړې ده.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، فرحان یوسفزی د اقتصادي او سیاسي برخه کې پراخه کار تجربه لري.

عزیزالله فضلي داسې مهال له دندې ګوښه کېږي، چې تېره اوونۍ د سیمه‌ییز ارګانونو ادارې نوې مقررۍ بندې کړې وې.

عزیزالله فضلي څه باندې یو کال د کرېکټ د ادارې عمومي رئیس و، چې نن له دندې ګوښه شو.

په کرېکټ بورډ کې دا بدلونونه داسې مهال راځي، چې د کرېکټ نړیوالې شورا ټولو بشپړ غړیو لرونکی ته ګواښ کړی، که حکومت یې په چارو کې لاسوهنه وکړي او کرېکټ سیاسي کړي، نو بشپړ غړیتوب به ورنه واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button