طالبانو سره د مذاکراتو موخه امریکا ته د خټو پزه جوړول دي – د سي آی اې چارواکی

د امریکایي استخباراتي ادارې یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې د امریکا او طالبانو د روانو مذاکراتو موخه یوازې متحده ایالاتو ته د خټو د پزې جوړول دي.

د سي آی اې پخواني مرستیال مشر، مایکل مورل، اکسیس رسنۍ ته ویلي د ټرمپ اداره ژر تر ژره د افغان جګړې ختمولو په موخه له طالبانو سره هوکړه کول غواړي، خو تمه نشته چې دا معامله به سولې ته لار هواره کړي.

د سي آی اې پخواني مرستیال مشر، مایکل مورل
د سي آی اې پخواني مرستیال مشر، مایکل مورل

د نوموړي په خبره، ”ولسمشر وايي چې طالبان ستړي دي. دا سمه نه ده. طالبان له ۹/۱۱ راپدېخوا د بل هر وخت په پرتله پر زیاته خاوره باندې کنټرول لري، او خپله همیشنۍ موخه لا هم تعقیبوي: چې د یوه-ګوندیز دولت په څېر ټول افغانستان کنټرول کړي“.

نوموړي د طالبانو د هغه وروستي ویډيويي اصدار په اړه هم نظر څرګند کړی چې د سپتمبر د ۱۱مې پیښې په اړه پکې ویل شوي و: ”دا د امریکا د خپل تیریګر سیاست پایله وه، نه زموږ ګناه“.

ښاغلي مورل دا د ۹/۱۱ توجیه بللې او وايي دا څرګندونې ”د طالبانو د اصلي نظرونو استازیتوب کوي“.

د مورل په خبره، که څه هم طالبان وايي چې د سولې تر هوکړې وروسته به ”ترهګرو ډلو“ ته ځای ورنکړي، خو القاعده به یو ځل بیا افغانستان ته راشي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button