کرېکټ: انګلستان ایرلینډ ته په پنځه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه

عزم(شنبه، ۰۵زمری، ۱۳۹۸ل):  د انګلستان او ایرلینډ ترمنځ په ټیسټ لوبه کې انګلستان ایرلینډ ته د ۱۴۳ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د دې ټیسټ لوبې پچه انګلستان وګټله او خپله یې توپ وهنه پیل کړه، چې یوازې جیو ډینلي ۲۳، اولي سټون ۱۹ او سام کورن ۱۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې او ټوله لوبډله یې د ۸۵منډو په جوړولو وسوځېده.

د ایرلینډ په توپ اچوونکو کې ټام مورتاغ ۵، مارک اډایر ۳ او باډي رینکن ۲ ویکټې واخیستې.

ایرلینډ د خپلې توپ وهنې په پاڼۍ کې ۲۰۷ منډې جوړې کړې، چې انډریو بیلبرني ۵۵، پال سټرلینګ ۳۶، کوین اوبراین ۲۸ او جیمس مککالم ۱۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې او له انګلستان لوبډلې۱۲۲ منډې مخکې شو.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې سټوراټ بورډ ۳، اولي سټون ۳، سام کورن ۳ او معین علي ۱ ایرلینډی لوبغاړی وسوځاوه.

انګلستان د دوهمې توپ وهنې په پاڼه کې ۳۰۳ منډې جوړې وکړې او ایرلینډ ته یې د ۱۸۱منډو هدف ورکړ.

د انګلستان په توپ وهوونکو کې جک لیچ ۹۲، جوسن رای ۷۲ او سام کورن ۳۷منډې وکړې.

د ایرلینډ په توپ اچوونکو کې مارک اډایر ۳، سټوراټ ټامپسن ۳، باډي رینکین ۲ او ټام مورتاغ یو لوبغاړی وسوځاوه.

که څه هم هدف کم او ایرلینډ سره دوې ورځې وې، خو د انګلستان د توپ اچوونکو پر وړاندې ټول ایرلینډي توپ اچوونکي ناکام شول او په ۳۸ منډو ټول وسوځېدل.

د ایرلینډ په توپ وهوونکو کې جیمس مککالم ۱۱ او مارک اډایر ۸ تر نورو ډېرې منډې جوړې.

د انګلستان په توپ اچوونکو کې کریس ووکس ۶ او سټوراټ بورډ ۴ ویکټې واخیستې او له ایرلینډ څخه یې د ۱۴۳منډو په توپیر لوبه وګټله.

د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان او ایرلینډ ته په یوه ورځ د ټیسټ لوبو درجه ورکړې، خو ایرلینډ لومړۍ لوبه کې له پاکستان، دوهمه کې له افغانستان او درېیمه لوبه کې له انګلستان ماتې وخوړې، خو افغان لوبډلې په دوو ټیسټ لوبو کې یوه بایللې او یوه یې ګټلې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button