اروزګان: خپلمنځي شخړه کې د قوماندان په ګډون درې عسکر وژل شوي

 

عزم(شنبه، ۵ زمری ،۱۳۹۸)راپورونه وایي، چې نن سهار د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو او ملي اردو عسکرو تر منځ وسلواله نښته پیښه شوې چې له امله یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمیزې سرچینې وایي، دواړو لوریو لومړۍ لفظي شخړه کړې او وروسته یې یو پر بل ډزې کړې دي.

سیمیز خبریال صدیق افغان وایي، پولیسو لومړی د ملي اردو پر ځواکونو برید کړی او یو عسکر یې ځای پرځای وژلی دی.
د نوموړی په وینا، وروسته د ملي اردو ځواکونو پر پولیسو د راکټ پنځه فیرونه کړي،چې په پایله کې یې د پولیسو یو قوماندان او یو عام کس وژل شوي دي.
سرچینې دغه راز وایي چې په دغه پیښه کې یو بل سرباز هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه نه ده مالومه چې دواړو لوریو د کومې موضوع پر سر لفظي شخړه کړې چې وروسته خبره مرګوني برید ته ورسیده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button