د طالبانو مرستیال مشر د اندونیزیا د مجلس العلماء او نهضت العلماء له استازو سره کتلي/انځوریز…

عزم(سه شنبه، ۸ زمری ،۱۳۹۸)اندونیزیا کې د طالبانو د مرستیال مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د تللي لوړپوړي طالب پلاوي رسمي لیدنې کتنې لا هم دوام لري.

طالبان وایي پلاوي یې نن غرمه د دغه هیواد دمجلس العلماء په مرکزي دفتر کي له ګڼ شمیر پوهانو عالمانو او متخصیصینو سره به یوه ګډ کانفرانس کی شرکت کړی دی.
وینا پاڼه کې راغلي، دغه کنفرانس ته ملا برادر اخند او ورسره ملګرو یې وینا وکړه او د افغانستان له روان وضعیت یې ګډونوال خبر کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کنفرانس کې اندونیزیا هیواد د مجلس العلماء بنسټ مشرانو هم ویناوې وکړې، د افغانانو قربانۍ یې وستایلې او ورته یې د بريبريا دعاګانې کړې دي.

د اندونیزیا له مجلس العلماء سره د طالب پلاوي لیدنه
د اندونیزیا له مجلس العلماء سره د طالب پلاوي لیدنه
د اندونیزیا له مجلس العلماء سره د طالب پلاوي لیدنه
د اندونیزیا له مجلس العلماء سره د طالب پلاوي لیدنه. 

 

 

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم طالب چارواکو د دغه هیواد د نهضت العلماء له مشر پروفیسور سید عاقل سراج او د یاد ګوند له مدیره هیئت سره وکتل او د هیواد پر روان وضعیت یې ورسره خبرې وکړې.

طالبان وایي، د هیئت غړو یې د کوربه هیواد علماؤ او د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د اوسنیو جریاناتو په اړه تفصیلي معلومات ورکړي او په دې اړه یې د هغوی پوښتنو ته تفصیلي ځوابونه ویلي دي.
د یادونې وړ ده چې طالب پلاوي په دغه سفر کې دیاد هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې، مرستیال ولسمشر او ګڼو نورو چارواکو سره هم کتلي او دا سفر لا هم جریان لري.

 

د اندونیزیا د نهضت العلماء له استازو سره د طالب پلاوي لیدنه

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button