زابل: طالبانو په شینکۍ او شملزو ولسوالیو کې ۲۸ تنه عسکر وژلي

عزم(سه شنبه، ۸ زمری ،۱۳۹۸)وروسته تر هغه چې دولت پلوي ځواکونه د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ له مرکز او امنیتي پوستو ووتل او یو بلې سیمې ته یې د ولسوالۍ د مرکز له لیږد وروسته خپل ټول تاسیسات یې بمبار او لمنځه یووړل، طالبانو د دغه ولایت په شملزو ، نوبهار او شینکۍ ولسوالۍ کې پر دولت پلوه عسکرو د محاصرې کړۍ تنګه کړې.
تازه راپورونه وایي، چې طالبانو د شملزو ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د ملي اردو یوه  قرارګاه په ټولیزه توګه نیولې او په کې میشتو ګڼ شمیر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو ویلي، سیمه کې د ۱۸ تنوعسکرو جسدونه پرخپل ځای پاتې دي او دغه راز یې له دولت پلوه ملیشو څخه ۲ هاوانونه، ۲ راکټونه ، ۳ کارمولي ټوپکونه ، اوزیات نور مهمات نیولي دي.

بل لور ته خبرونه وایي، چې د شینکۍ او نوبهار ولسوالیو ترمنځ طالبانو د کمپاین په نوم لوی امنیتي مرکز چې د ملي اردو سرتیري په کې میشت وه، نیولی دی.
طالبانو ادعا کړې چې دبرید پر مهال یې تر ۱۰ تنو زیات عسکر وژلي ، ۲ زغروال ټانګونه ، ۲هاوانونه اوګڼ شمېر نور مهمات اووسلې یې هم نیولې دي.
طالبانو په دواړو پیښو کې د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو او پنځو نورو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.

دولتي سرچینو تر دې مهاله د یادو پیښو په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button