پمپیو: یو کال وروسته نه؛ همدا اوس هم د ځواکونو ایستلو ته لیواله یو

عزم(چهار شنبه، ۹ زمری ،۱۳۹۸)د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، هغه خبرې یې سمې نه دي خپرې شوې چې ګواکې ټرمپ غواړي د راتلونکي کال تر ټاکنو خپل سرتیري له افغانستان نه راوباسي، بلکې په وینا یې چې یو کال نه؛ بلکې همدا اوس هم د خپلو ځواکونو را وتلو ته شیبې شمیري.

پمپیو چې ټایلنډ هیواد ته روان وو، په الوتکه کې یې خبریالانو ته ویلي « زه هیله مند یم چي زموږ عسکر تر انتخاباتو پوري پاته نه شي، بلکي همدا اوس، چې موږ په تایلنډ کي کښته کېږو، راووزي»
نوموړی زیاته کړه، درې ساعته وړاندې یې له خلیلزاد سره مهمې خبرې کړې او لارښوونه یې ورته کړې چې له طالبانو او کابل حکومت سره په تفاهم دې ژر تر ژره دې ته لار برابره کړي چې له مخې یې افغانستان کې د دوی نظامي ځواک ته د پای ټکی کیښودل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو اعلامیه کې د پمپیو له قوله ویل شوي،

« زه هیله مند یم چي په راتلونکو څو اونیو کې به موږ دومره زیات پرمختګ وکړو چي په اعلامولو وارزي»

پمپیو وایي، هڅه یې دا ده چې د دوی تر وتلو وروسته افغانستان یوځل بیا د هغو تروریستانو په ځاله بدل نه شي چې امریکا او متحدینو ته یې خطر وي.
نوموړی زیاتوي«زموږ ماموریت دا دی چي له افغانستان نه د خپل عسکرو د راوتلو پروسه مسؤلانه سمبال کړو، څو د خلیلزاد د اووه میاشتنيو کوښښونو ممد واقع شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان مشرانو جرګې ویلي، چې امریکا دې د امنیتي تړون له مخې کلونه وروسته افغانستان پریږدي؛ اوسمهال دې د وتلو پر ځای پر نورو موضوعاتو ټینګار وکړي او پر طالبانو دې فشار راوړي چې د کابل له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په تازه خبرو کې ویلي، چې امریکا دوی ته ډاډ ورکړی چې له شرایطو سره سم به افغانستان پریږدي.
د امریکایي مشرانو له خوا د ځواکونو پر ایستلو ټینګار او د کابل حکومت وارخطایي داسې مهال دي چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته روان شوی او تمه ده چې څو ساعتونو کې به له طالبانو سره برخلیک ټاکونکې خبرې پیل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button