بادغیس: د مقر ولسوالۍ مرستیال له خپل پرسونل سره یوځای طالبانو ته ورغلی

 

عزم(جمعه، ۱۱ زمری ،۱۳۹۸)راپورونه وایي چې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ مرستیال ولسوال له خپل امنیتي پر سونل سره یوځای د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي،«د یادې ولسوالۍ د ولسوال مرستیال حاجي ابوبکرخان د حقایقو په درک کولو سره د جلب اوجذب دمسئولینو په هلو ځلو د۱۰ تنو نورو عسکرو سره داسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شو »
طالبانو دغه راز ویلي، چې دغه چارواکي ورته ۷ میله سپکې، درنې وسلې هم ور وړې او دوی یې تود هرکلی کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد چارواکي په یوځای کیدو سره د مقر ولسوالۍ ډیرو سیمو ته د طالبانو نفوذ پراخ شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د یوې ولسوالۍ یو لوړپوړی چارواکی له طالبانو سره یوځای کیږي، تر دې وړاندې هم په ځلونو د ولسوالانو، امنیې قوماندانانو او لوړ پوړو چارواکو په کچه دولتي کسان له طالبانو سره یوځای شوي او هغوی ورته د امنیتي تضمین د ورکولو تر څنګ د هرکلي ګرم مراسم نیولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: