دانګورو غذایې ارزښت

راټولونه: میوندمجاهد

د انگورو تربيه او روزل په نړۍ کې ډير زوړ تاريخ لري، د انگورو تاريخ دا هم څرگندوي چې نوموړې ميوه د ميلاد څخه ٢٤٤٠ق م کاله دمخه د مصر خلکو روزله او گټه يې ورڅخه اخيستله او همدارنگه په شمالي امريکا او اروپا کې د انگورو د پاڼو او تخمونو د پاتې شونو څخه داسې څرگنديږي چې نوموړې پاتې شونې او بقاياوې د جيالوژيکي دورې په دريم پړاو پورې اړه لري.
انگور د لومړي ځل لپار ه په منځنۍ اسيا، توره بحيره ، کسپين بحيره په جنوب کې او ښايې افغانستان کې پيدا شوي وي چې نوموړې سيمې يواځې د Vitis vinfera د انگورو اصلي او مورنى ټاټوبى بلل کيږي چې نوموړې نوعه د نړۍ د ټولو انگورو په سلو کې ٩٠ برخې تشکيلوي.
د انګوروغذايې ارزښت :-
انګور د غذاْئي ارزښت له نظره د ډيرو ګټو لرونکي دي په تازه انګورو کي مهمترين قندي مواد ګلوکوز ،فرکتوز،پنتوز او اينوزيتول دي چي د انګورو د ودي په وخت کي ګلوکوز تر نورو قندو زيات او په پخو انګوروکي د ګلوکوز او فرکتوز اندازه مساوي او کله چي د انګورو ميوه له پخوالي څخه تيره شي نو بيا پکي د فرکتوز اندازه له نورو قندو څخه زياتيږي.د انګورو ميوه په سلو کي له (٧٠- ٨٥) برخو اوبه له (١٥-٢٥) برخي کاربوهايدريت، له (٤.٠-٨٥.١)برخو عضوي تيزاب ، له (٠.٠٠١-٠.٠١) برخو پروتين ، له (٣.٠-.٥.٠) برخو پوري معدني مواد لري. انګور ځني ويټامينونه لکه Vita-A ، Vita-C ،د بي ويټامين کورنې (Chiamine) ،ريبوفلاوين، پيروډاکسين (Pyrodoxine)، پنتوتونيک اسيد(Pantothenic acid) ،نيکوتينيک اسيد (Nicotinic acid) ، بايوتين(Biotin) او فولک اسيد (Folic acid) لري. دانګورو د دانو پوستکي تر نورو ټولو برخو زيات ويټامينونه لري.
د انګورو د ميوي رنګه مادي په عمومي ډول د هغوي د پوستکي په حجرو کي وي خو د ځينو انګورو غوښينه برخه هم رنګه مادي لري. د سپينو او سرو انګورو ژيړه ماده د فلاون (Flaoone) يعني کورستين (Quercetin) او فلاوينول (Flavonal) يعني کور سترين (Quercetrin) په مرکبو پوري اړه لري. د ځينو سرو ، تورو او داسي نورو انګورو رنګ د انتوسيانين په مادي پوري اړه لري او ژيړ يا نارنجي رنګ انګور کيروتين او ځنتوفيل لري. د تازه انګورو هر کيلو د يو ليتر معدني اوبو سره مساوي دي. دا چي انګور پوتاشيم لري نو د زړه د قوت او کم خونۍ لپاره مؤثر دوا ده او هم اوسپنه، منګنيزيم، منګانيز، کلسيم، فاسفورس او د البومين د څه مقدار لرونکي دي. همدارنګه دا ميوه د روماتيزم او د سرطان د ناروغۍ د مخنيوي لپاره ګټوره ده. انګور هم ډنګر کوونکي او هم چاغوونکي دي په دي شرط که چيري انګور د سهار څخه تر غرمي په يواځي شکل وخوړل شي سړي ډنګروي او که د نورو خوړو سره وخوړل شي نو سړي چاغوي، په ياد ولرۍ چي د انګورو د خوراک څخه وروسته يخي اوبه ونه چښي ځکه د زړه د درد سبب ګرځي.د انګورو يو خواص د ويني د موادو صافول دي انګور د ويني قند هم تنظيموي د قرمزي انګورو څخه علاوه شنه انګور هم د ويني په تصفيه او جوړولو کي مهم رول لري البته هغه اشخاص چي د ويني قند ئي کم وي کولاي شي د انګورو څخه ښه ګټه واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button