د سورة یس ځیني فوائد

جبیر افغان

الله تعالی په قرآن کریم کې د هر مرض شفاء نازله کړې او د بیلابیلو ناروغیو یې ډول ډول علاجونه بیان کړي دي. په لاندې څو کرښو کې د سورة یس ځیني فوائد ستاسي سره شریکوو:

◄له خنډونو،تکلیفونو،افتونو او بلاوو څخه دخلاصون او په اړینو کارونو کې دکامیابۍ لپاره دي سورة یاسين دارنګه ولولي چي پر هر مبین دي یاالله یاالله یارحمان یارحیم یوولس ځله ولولي او چي کله د«کُن»کلمه إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ولولي نود یاالله یاغنی یامغنی یافتاح دلوستلوسره دي سورة یاسین ختم کړي ان شاءالله ټول تکلیفونه به یې لري شي .
◄په اوداسه سره دسورةیاسین ترلوستلووروسته دي پررنجودم اوهره ورځ دي بلا ناغه سترګي په توري کړل شي ان شاءالله موتیا(چي دسترګویوناروغي ده)به یې لري شي .
◄سورةیاسین دي دماخوستن ترلمانځه وروسته په اوداسه سره اوه ځله ولوستل شي داعمل دپورداداء لپاره ډېر مجرب دۍ ان شاءالله ډېر ژر به له قرض څخه نجات مومي .
◄په عرق ګلاب کې دي زعفران خیشته اوبیا دي په اوداسه سره سورة یاسین په ولیکي او بیا دې په عرق ګلاب کې واچوي او یو څلویښت ورځي دې وچیښي ان شاءالله دخطااوګناه له ناروغۍ څخه به په امن کې وي .
◄سورة یاسین دي په اوداسه سره دارنګه ولولي چي کله تر اول مبین پوري ورسیږي بیرته دې دپیل څخه تر دوم مبین پوري بیا دپیل څخه تر دریم مبین پوري په همدې ډول تر هر مبین پوري تر ویلو وروسته دپيل څخه ویلو سره دي دیاسین اوه مبینه ولولي او پر اوم مبین تر رارسیدلو وروسته دې دپیل څخه نه شروع کوي بیا دې پر اوبو دم او په ناروغه دي وچیښل شي که دباران پر اوبو دم کړل شي ښه به وي تر یوولس ورځو پوري دي بلاناغه داعمل وکړي ان شاءالله دزړه دناروغۍ څخه به نجات مومي .
◄دکومي میرمني چي شیدې نه وي نو سورة یاسین دي په اوداسه سره پرچیني لوښي او یاکاغذباندي ولیکي په اوبو کې دې واچوي او میرمني ته دې ورکړي ان شاءالله شیدې به یې ډیري شي .
◄دزړه دسختۍ دلري کولو،زړه سوي او شفقت پیداکولو ،دګناهونو څخه دژغورني او دبزرګانو پر نصیحت دعمل کولولپاره دي سورة یاسین پر چینی لوښي او یاکاغذباندي ولیکي او هغه شخص دې وچیښي دڅښتن تعالی په فضل سره به یې زړه نرم اودلمانځه اوروژې لورته به یې توجه راوګرځي او دبزرګانو پر نصیحت عمل کولو ته به یې زړه اماده شي .
◄داوبو دنشتوالي (وچکالۍ)څخه دخلاصون لپاره دي سوره یاسین پنځه اویایاڅلویښت ځله په اوداسه سره ولولي ان شاءالله درحمت باران به وشي اوفصلونه به ښه اباد شي .
◄که څوک په محبس کې وي او دهغه خلاصون ناشوني او یامشکل وي نو په اوداسه سره دي پنځه اویاځله سورة یاسین ولولي که یې یوازي نشي لوستلای نو یو څو خلګ دې په همکارۍ سره ولولي ان شاءالله بندي به ډېرژر نجات ومومي .
◄که یې څوک سهار اوماښام یو یو ځل دالله درضالپاره ولولي دڅښتن تعالی خوښي او محبت به ورپه برخه شي ، که یې دشفاء لپاره ولولي شفاء به مومي ،که یې دایمان دسلامتۍ لپاره ولولي ایمان به یې سلامت پاتي وي او که یې دزنکندن دمشکلاتوددفع کولو لپاره ولولي زنکندن به یې اسانه شي .
◄دمال اودولت موندلو لپاره که دورځي درې ځله ولوستل شي شتمن به شي ،که یې ددښمن څخه دخلاصون لپاره ولولي نجات به مومي ،دهرکار لپاره چي ولوستل شي دالله ﷻ په فضل سره به هغه کار اسانه شي .
◄که څوک سورة یاسین سهار اوماښام لولي دلوږي اولڅوالي څخه به په امن کې وي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button