د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/۳۲ مه برخه

لیکنه: مفتي عبد الله رشاد افغاني

 

د حدودو او قصاص صحنې په ویډیويې شکل خپره ول څرنګه دی؟

مهم بحث دا دی، چې د نن سبا د عصر مطابق د حدودو او قصاص ویډیو جوړول او خپرول څه حکم لري؟ ځکه ډیری خلک وایې: په ويډيويې شکل د حدّ د صحنې خپرولو کې نفع او فایده زیاته ده، ولي هغه خلک چې د حدّ د اجرا ځای ته نشي را تلای؛ هغوی به هم د حدّ صحنه په ویډیو کې وویني او عبرت به ترینه واخلي، نو ځکه مناسب دا دی، چې ویډيو يې نشر شي .
خو د حدودو او قصاص د ویډیو د نشر نفعِ او نقصانات باید د شریعت له نظره مطالعه شي، اصل د بحث ځای دا دی، چې په عام محضر کې د حد او قصاص د اجرا حکم په فقه حنفي کې څه دی؟

په عام محضر کې د حدّ د اجرا حکم:

د احنافو د مسلک مطابق، د وخت امام لره مستحب دا دی، چې د حدّ او قصاص د اجرا لپاره یو څو خاص مؤمنان را جمع کړي، په درر الحكام شرح غرر الأحكام (2/ 63) کې داسي لیکي: [ فاستحب أن يأمر الإمام طائفة أي جماعة أن يحضروا إقامة الحد ].

یعني، د حد د اجرا لپاره مناسب دا دی، چې امام یوه ټولۍ خلک ورته حاضر کړي .
نو د احنافو د مذهب مطابق د خلکو په وړاندي د حد او قصاص ادا کول یو مستحب کار دی، نه واجب دی او نه هم فرض، لهذا که حد او قصاص د عامو خلکو په حضور کې تر سره نشي او خلک ورباندي خبر نشي او یا لږ مصلِح کسانو ته خبر ورسیږي، نو شرعاً کومه خرابي نه رامنځ ته کیږي.
نو که ويډیو يې جوړه او خپره نشي، نو هم کوم شرعي محظور نه را منځ ته کیږي .

په آیة کریمه کې د ( وَلْيَشْهَدْ ) مطلب څه دی؟

په عام محضر کې د حدودو د اجرا لپاره اصل دلیل دا آیة کریمه دی : {وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ} [النور: 2] او په آیة کریمه کې د (ولیشهد) کلمه راغلې او مشاهده دې ته ویل کیږي، چې په خپله سړی هلته په میدان کې حاضر وي، علامه راغب الاصبهاني رحمه الله تعالی وايې: الشُّهُودُ والشَّهَادَةُ: الحضور مع المشاهدة، إمّا بالبصر، أو بالبصيرة، وقد يقال للحضور مفردا قال الله تعالى: عالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهادَةِ [السجدة/ 6] ، لكن الشهود بالحضور المجرّد أولى، والشّهادة مع المشاهدة أولى، ويقال للمحضر: مَشْهَدٌ ، وللمرأة التي يحضرها زوجها : مُشْهِدٌ ، وجمع مَشْهَدٍ : مَشَاهِدُ ، ومنه : مَشَاهِدُ الحجّ ، وهي مواطنه الشريفة التي يحضرها الملائكة والأبرار من الناس . وقيل : شَاهِدُ الحجّ : مواضع المناسك . قال تعالى : لِيَشْهَدُوا مَنافِعَ لَهُمْ [الحج/ 28] ، وَلْيَشْهَدْ عَذابَهُما [النور/ 2] ، ما شَهِدْنا مَهْلِكَ أَهْلِهِ
[النمل/ 49] ، أي، ما حضرنا، وَالَّذِينَ لا يَشْهَدُونَ الزُّورَ [الفرقان/ 72] ، أي، لا يحضرونه بنفوسهم ولا بهمّهم وإرادتهم. المفردات في غريب القرآن (ص: 465) .
او ډیری مفسرینو د (ولیشهد) معنا په (ولیحضر) سره کړي ده ، په اللباب في علوم الكتاب (7/ 568) ، تفسير الإيجي جامع البيان في تفسير القرآن (3/ 106) ، روح البيان (6/ 115) ، التفسير المظهري (6/ 441) ، فتح القدير للشوكاني (4/ 7) ، تفسير السمرقندي = بحر العلوم (2/ 495) ، تفسير البغوي – إحياء التراث (2/ 97) او تفسير الرازي = مفاتيح الغيب أو التفسير الكبير (23/ 317) او نورو ډیرو مفسرینو د ولیشهد تفسیر په ولیحضر سره کړی دی ، او حضور او احضار دې ته وایې : چې په محل کې سړی په خپله حاضر وي .

د ويډیو له لاري که څوک یو څه مشاهده کړې، هغه ته نه حضور ویلای شو او نه هم اشهاد، نو د دې آیة له تفسیر څخه په واضحه معلومیږي، چې د حد د اجرا په وخت کې د مؤمنانو د یوې ټولۍ شتون مطلوب دی، نه تشهیر، له همدې امله په آیة کریمه کې د (ولیشهد) کلمه راغلي، نه د ( ولیشتهر) او د (طائفة من المؤمنین) کلمه یاده شوې، نه د (طائفة من الناس) او د ویډیو په نشر کې خو د اشهاد پرځای تشهیر راځي او د خاص مؤمنانو پر ځای یې عام مؤمنان، بلکي عام خلک ګوري، چې د قرآن کریم د سیاق او سباق دواړو خلاف کار دی.

علامه کاساني رحمه الله تعالی په بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (7/ 60) کې وايې: وينبغي أن تقام الحدود كلها في ملإ من الناس؛ لقوله تبارك وتعالى- عز اسمه – {وليشهد عذابهما طائفة من المؤمنين} [النور: 2]
یعني، د آیة کریمه د حکم سره سم، مناسبه دا ده، چې امام د خلکو په حضور کې حد جاري کړي .
د یادو عباراتو څخه واضحه شوه، چې د (ولیشهد) ترټولو غوره معنا، حضور دی، او حضور هلته راځي چې د حد د اجرا مقام ته خلک حاضر شي، په خپلو سترګو د حدودو د اجرا مشاهده وکړي او د ويډیو په نشر سره خو تشهیر راځي، نه حضور او مشاهده، او دا د آیة کریمه د حکم خلاف عمل دی.

په آیة کریمه کې د ( المؤمنین ) له کلمې څخه څوک مراد دي؟

په یاد آیة کریمه کې د (المؤمنین) له کلمي څخه عام خلک نه دي مراد، چې مسلمان او غیر مسلمان دواړو ته شامل شي، بلکي عام مؤمنان لا هم ځیني مراد نه دي، ولي چې په عامو مؤمنانو کې خو فساق او منافقین هم شتون لري، چې هغوی، پرځای د دې چې د حدّ له اجرا څخه عبرت واخلي، د الله په احکامو پوري به ملنډي وهي، نو ځکه علماء وایې، چې حدودو ته به داسي مؤمنان حاضریږي، چې د عبرت او درس اخیستلو وړتیا ولري.

علامه قرطبي رحمه الله تعالی فرمايې: لا يشهد التعذيب إلا من لا يستحق التأديب. تفسير القرطبي (12/ 166)
یعني، د حد ځای ته به هغه څوک حاضریږي، چې د عبرت اخیستلو مستحق وي .
او که ویډیو نشر شي، نو د خاصو مؤمنانو پر ځای به يې عام خلک ګوري، د اسلام دښمنان به يې د مسلمانانو خلاف د پروپاګند په توګه کار ترینه اخلي .

علامه آلوسي رحمه الله تعالی په ډیر وضاحت سره وايې: قال أبو بكر بن طاهر: لا يشهد مواضع التأديب إلا من لا يستحق التأديب وهم طائفة من المؤمنين لا المؤمنون أجمع . تفسير الألوسي = روح المعاني (9/ 376)
یعني، د عبرت ځای ته به هغه څوک حاضریږي، څوک چې د عبرت اخیستلو وړتيا ولري او دا په مؤمنانو کې یو خاصه ډله ده، نه ټول مؤمنان .

نو له دې څخه هم معلومه شوه، چې د ویډیو نشر تر قرآني حکم لاندي نه راځي او د عبرت د درس پر ځای به فساق او د اسلام دښمنان غلطه استفاده ځيني وکړي، چې دا د مصلحت خلاف دی .

د حدودو د ویډیو د نشر فایدې او نقصانات:

نن سبا چې د اسلام او مسلمانانو د ضعف دور دی، کفار له هري خوا ورباندي حمله آور دي، د بیان د آزادۍ تر عنوان لاندي، ډول ډول دسيسې ورته جوړوي، موږ د دې شاهدان یو، چې په جعلي ويډیوګانو کې د حدودو جعلي صحني ثبت شوي او د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د زهرو د پاشلو لپاره کارولې شوې، نو کله چې پر یو مجرم باندي د شرعي قانون مطابق حد یا قصاص جاري شي او د هغه ويډیو جوړه او نشر شي دا د اسلام له دښمنانو سره د خام موادو په برابرولو کې په غیرمستقیمه توګه همکاري کول دی، ولي چې دا ویډیو به غربیان او کمزوري مسلمانان (منافقان) د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د پروپاګند په توګه استعمالوي .

د نن سبا حالات علامه عابد المشوخي داسي انځور کړي دي: [وبالتالي فإن حضور العدد القليل يفي بالغرض، ويقي الدولة الإسلامية من تبعات الاعلان عن هذا الأمر وعواقبه في حال ضعفها . الاستضعاف وأحكامه في الفقه الإسلامي] (ص: 282.)

یعني، د حد د اجرا مقام ته د لږ خلکو په را جمع کولو کې فایده دا ده، چې یو خو به د آیة کریمه په حکم عمل وشي، او بل به اسلامي حکومت د مشکلاتو او د طعن ویونکو له منفي تبلیغاتو څخه په آمان شي، ولي چې نن سبا اسلامي حکومتونه ډیر د ضعف په حالت کې قرار لري .

الحاصل:

د یاد بحث خلاصه دا ده: چې په حدودو او قصاص باندي د عامو خلکو خبرولو کې حکمت دا دی، چې خلک عبرت او درس ترینه واخلي، د معاشري اصلاح ورباندي راشي، نو د عبرت لپاره به هغه خلک را ټولیږي، چې د عبرت وړتیا او استعداد ولري، د وخت امیر به کوښښ کوي، چې د حدّ صحنې ته عام خلک راټول نشي، بلکي د مؤمنانو یوه خاصه ډله، چې د امام ورباندي باور وي، چې د شرعي حکم غلط تعبیر نه کوي؛ هغه دي را جمع کړي، د حدّ صحنه په ویډیويې شکل خپرولو کې نه شرعي حکم شتون لري او نه هم شرعي مصلحت، بلکي د قرآن کریم د سیاق اوسباق خلاف عمل دی، د اسلام له دښمنانو سره په لا شعوري ډول کومک او همکاري ده، د داسي ډیرو واقعاتو موږ شاهدان یو چې د اسلام دښمنانو جعلي ویډیوګاني جوړي کړي او د اسلام او مسلمانانو پر خلاف يې وکارولې، اسلام ته يې د ظلم او ستم دین نسبت وکړ او که موږ ویډیو جوړه نکړو، نو شرعاً یو مشکل هم نه رامنځ ته کیږي، دا خو لا ځان ته بحث دی چې عکس او تصویر په شریعت کې څه حکم لري .

2019-08-01

نوربیا…

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button