کار او ټولنیزو چارو وزارت د زمري له ۱۹نه تر ۲۲ مې پورې عمومي رخصتي اعلان کړه

عزم(چهار‌شنبه، ۱۶زمری، ۱۳۹۸ل):  د کار او ټولنیزو چارو وزارت له راتلونکې شنبې څخه تر سې شنبې پورې په ټول هېواد کې د لوی اختر په ویاړ عمومي رخصتي اعلان کړه.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عرفې د ورځې او اختر د درېیو ورځو په ویاړ به د ټول هېواد دولتي او نادولتي ادارې د زمري له ۱۹مې نه تر ۲۲مې نېټې پورې د څلورو روځو لپاره رخصت وي.

د سعودي عربستان د اعلان سره سم، راتلونکې شنبه د حج مراسم او یکشنبه په ټوله اسلامي نړۍ کې د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: