هرات کې یوې چاودنې اته تنه ټپیان کړي

عزم(چهار‌شنبه، ۱۶زمری، ۱۳۹۸ل):  د هرات امنیتي چارواکي وايي، نن ماسپښین یوه بجه د هرات ښار اړوند د درب ملک په سیمه کې یوې چاودنې اته تنه ټپیان کړي دي.

د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا وايي، د دې چاودنې له امله دوه ماشومان، دوې ښځې او څلور نارینه ټپیان شوي دي.

د هرات د امنیې قومندانۍ قومندان جنرال امین امرخېل وايي، چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې او په یوې کرولا موټر پسې نښلول شوی و.

دی وايي، ټول ټپیان ملکي وګړي دي.

تراوسه د دې پېښې مسوولیت چانه دی منلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button