اتمر: ټاکنو کې د ارګ د مداخلې او د سولې مذاکراتو کې د پرمختګ له امله خپل کمپاینونه ځنډوو

 

عزم(پنج شنبه، ۱۷زمری ،۱۳۹۸)د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې تر ډیرو مشورو وروسته یې پریکړه کړې چې خپل ټاکنیز کمپاینونه وځنډوي.
اعلامیه کې د دې کمپاینونو د ځنډولو درې لاملونه په ګوته شوي او زیاته شوې ده چې لا هم په انتخاباتي کمیسیونونو او نورو چارو کې د اشرف غني ټیم بربنډې لاسوهنې کوي « بدبختانه د ټاکنو په ملي بهیر کې لازم اصلاحات په وجود رانغلل او تر نن ورځې پورې په ټاکنیزو چارو کې د ارګ د دستګاه ښکاره لاسوهنې دوام لري. د روان حالت په دوام سره د ټاکنو له پاره د ازادې فضا، رڼو او عادلانه ټاکنو هیڅ ډول اطمنان وجود نه لري»

دغه انتخاباتي ټیم یوه بله ستونزه د ډاډمن امنیت نه شتون بللی او ویلي یې دي، « امنیت چې د ټاکنو د ترسره کیدو له پاره مهم‌ترین عنصر بلل کیږي د پخوا په پرتله وخیم او خطرناک شوی. د هرې ورځې په تېریدو سره د ټاکنیز بهیر پر وړاندې ګواښونه زیاتیږي، د دې حالت دوام د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نه یوازې د ټاکنیزو ډلو د انتخاباتي کمپاینونو پر وړاندې ګواښوونکی دی بلکې د میلیونونو افغانانو ژوند چې باید په ټاکنو کې برخه واخلي له ګواښ سره مخ کړی»

د حنیف اتمر ډلې د سولې روان مذاکرات هم د دې ځنډ یو لامل یاد کړی او په وینا یې چې د سولې پروسه له پرمختګونو سره مل ده روښانه ده چې په ټاکنو پورې اړوند د نا امنیو او سیاسي بې ثباتۍ زیاتیدل، همدارنګه د ټاکنو پر وړاندې بالقوه ګواښونه په یقین سره د سولې بهیر زیانمنولی شي.
د اتمر د ټیم اعلامیه کې راغلي «دا مهال د افغانستان د خلکو غوښتنه او ارمان د سرتاسري سولې ټینګښت دی. د سولې بهیر حساس او ټاکونکي پړاو ته رسیدلی او د دوامداره سولې د ټینګښت له پاره د بل هر وخت په پرتله هیلې زیاتې شوي دي. زموږ خلک له خپلو ټولو رهبرانو څخه غواړي ترڅو دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي او په ټول توان او هڅو سره د سولې د ټینګښت په لاره ګامونه پورته کړي»
د یادونې وړ ده چې حنیف اتمر تر دې وړاندې د اشرف غني مهم سیال بلل کیده، خو په دې وروستیو کې د صدراتي او جمهوري نظام پر سر د اختلافاتو له امله دغه ټیم له فاشلو سره مخ شوی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button