پښتو رسنۍ له نویو نوښتونو سره!

 

د ( پښتو رسنۍ يا پښتو میډيا) په نوم د افغان رسنيو د ټولګې په زړه پورې اپلیکېشن له نويو نوښتونو سره یو ځل بیا نشر شو.

دغه اپلکېشن تاسو ته د الهدایة خپرندویه ادارې لخوا وړاندې کیږي .

دغه اپلکېشن لومړی د افغان میډیا په نوم وه چې اوس يي نوم پښتو رسنۍ ته وواښت.

پښتو رسنۍ اپلیکېشن چې پکې د مشهورو افغان رسنیو او مهمو نړیوالو رسنیو، خبري، دیني، معلوماتي، سپورټي، روغتیایی او جالبې څانګې را ټولې شوې دي، دا وړتیا لري چې نږدې ټولې پښتو رسنۍ د کاروونکي تر موبایله په وړیا توګه ورسوي.

د اپليکېشن په تازه بڼه کې ګڼې رسنۍ د رسنیو د مالکانو پر غوښتنه او د خدمت په موخه ور زیاتېشویدي دي او پر دې سربېره ویډيويي برخه او نور د موبایلو لپاره اپلیکېشنونه هم ور زيات شوي دي.

پر دې سربېره په دې اپلیکشن کې نږدې ټولې انلاین پښتو نړیوالې او کورنۍ رسنۍ را اخیستل شوې دي، د اسعارو نړیوالېبيې پکې شته او د کمپیوټر په برخه کې په زړه پورې رسنیزې خپرونې درسره شریکوي،«پښتو میډيا» اپلیکېشن په انډرویډ سیستم لرونکو موبایلونو کې د کارونې وړدی.

یاده دې وي دا په پښتو انلاین رسنیز ډګر کې هغه انقلاب بلل کېږي، چې تر دې وړاندې يې نمونه نه ده ليدل شوې، په دې اپلیکېشن کې کاروونکي ته ګڼ معلومات په لږ وخت کې او خورا په اسانه توګه ور رسېږي.

د ډاونلوډ کولو لپاره د الهدایة خپرندویه ادارې له ټولو ادرسونو کښته کولای شئ

د دې اپلیکېشن په اړه د ډېرو معلوماتو لپاره دلته په اړیکه کې شئ:

ویب سایټ: www.alhedayat.com

فېسبوک پاڼه: الهدایة خپرندویه اداره

فېسبوک ګروپ: https://www.facebook.com/groups/Hedayatapp/

ټلګرام چینل: https://Telegram.me/HedayatApp

برېښنالیک: Hedayatjanjan@gmail.com

#Afghan_Media
#افغان_رسنۍ
#Pashto_media
#پښتو_رسنۍ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button